د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی د نامتو سياح کاشف ( وانګ يونګ فونګ ) په مشری د چين د ٩ تنو سياح کاشفانو په ګډون لومړی هيئت به په نژدی راتلونکی کښی له بيجينګ څخه د مځکی شمالی قطب ته لاړشی او هلته به په خپلو پښو سياح کاشفی وکړی ٠ د چين د غره ختونکی ټولنی د خبر له مخی دغه هيئت به د پلان سره سم د مځکی د ٧ لويو وچو د غرونو تر ټولو لوړو څوکو ته وخيژی او په خپلو پښو به د مځکی په شمالی او جنوبی قطبونو کښی سياح کاشفی وکړی ٠ تراوسه پوری په ټوله نړی کښی يوازی ٥ تنو سياح کاشفانو دغه فعاليتونه ترسره کړی دی او په چين کښی دا يو بی ساری فعاليت بلل کيږی ٠
|