<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-04-09 19:03:31    
څانګه( دل افروز ځيرك) څنګه بدمرغه شوه؟

cri

په بدمرغه فلم كې به تاسو د څانګې ( ځيرك ) پر بدمرغيو خبر ياست! يوه كليواله جينۍ او د هغې مينه د سيمې د ناوړو دودونو ښكار ګرځي. دغه ښكاره دومره بدمرغه وي، چې د ټپ پر ځاى مرګ او ځانوژنې ته لاره اواروي. بدمرغه فلم د يوې داسې جينۍ پر ژوند پيليږي، چې په بدو كې وركول كيږي او بيا د كيسې په لوړتيا، ځوړتيا او پايغوټه كې د اور خوراك ګرځي.

ددغه فلم مركزي كردار(د څانګې رول ) اغلې " دل افروز ځيرك" لوبولى، ځيرك اوسمهال د اېم، اېس، اېس د خپرونو په توليدي اداره كې ويندويي او نورې چارې پرمخ بيايي. د " بدمرغه " فلم او نورو هنري چارو په اړه موله نوموړې سره يوه مركه كړېده، هيله ده ذوق مو پرې خړوب شي:

په كومو سيمو كې مو، چې د فلم ريكارډ كاوه، ملايان او خلك را پاڅېدل، ويل يې دغه خلك كافران شوي، ښځې يې راوستې او فلمونه ډكوي

اغلې ځيرك ! له بدمرغه به يې راپيل كړو، د فلم په يوه برخه كې تاسو( څانګه) له خپل مين سره پر وچكالۍ غږېږئ، په داسې حال كې، چې چينه له اوبو ډكه او سيمه شنه ده؟

منظرې د فلم د اړتيا او ښايست لپاره راخستل شوېدي. كومه چينه، چې تاسو يادوئ هغه ګودر دى، روانې اوبه نه دي، كه تاسو پام كړى وي، كله، چې ډولۍ روانيږي پټي وچ او خړ سپېره وي.

د ډولۍ يا ورا پر وخت د ښځو درك نه لګي، وراييز ټول نارينه وي؟

زه فكر كوم، دا وراييز په عصري سيمو كې وي، خو په كليو كې ښځې له ورا سره نه ځي او كه ځي هم يا مخكې ځي او يا هم ډېر وروسته.

زموږ د دود له مخې خو په كليوالو سيمو كې وراييز زياتره ښځينه وي او له نارينه وو سره يوځاى ځي؟

ما وويل ځي، يا وروسته وي او يا مخكې او ډولۍ زياتره د ناوې وروڼه او يا نور خپلوان اوچتوي.

ښه ، د فلم د جوړښت او صحنو پر مهال خو به څه دوديز خنډونه، نه و؟

په افغانستان كې، خو كه يوه جينۍ ښوونځي ته هم ځي، ستونزې او خنډونه ورسره مله وي، پوهنځى او پوهنتون خو لا پرځاى پرېږده. د فلم په برخه كې موږ ډېرې ستونزې درلودې. په تخنيكي برخه كې مو يوه كوچنۍ ډيجيټل كمره درلوده، چې فلم اخستنه مو پرې پرمخ وړله . فلم په دوه دريو ورځو كې ډك شو. بله د ځاى ستونزه وه، چې امنيتي او سيمه ييز خنډونه پكې راپيدا كېدل. په كومو سيمو كې مو، چې د فلم ريكارډ كاوه، ملايان او خلك را پاڅېدل، ويل يې دغه خلك كافران شوي، ښځې يې راوستې او فلمونه ډكوي. موږ ډېر وارخطا و، پروډيوسر او نورو غوښتل له فلمه تېر شي، خو ماويل وقارصېب! انسان په يوه ورځ پيدا دى او په يوه ورځ پناه. كه مرګ هم وي پرېږده همدلته مړه شو، يو نوم خو به مو وي. ځكه موږ د يوه نېك كار لپاره راغلي يو. په فلم كې ما د فلم د جينۍ شوق نه درلود، ما ديوې اړتيا له مخې كار وكړ، پښتنه جينۍ نه پيداكېده، حتى د فلم ډېرى كركټرونه دري ژبي و. د فلم پروډيوسرهم دري ژبى و. دوهمه اړتيا داوه، چې لږ ترلږه كه لس يا سل كورنۍ دغه فلم وګو ري يوڅه اغېز خو به پرې وكړي.

په فلم كې كومې صحنې درته سختې وې، تمرين دې كړى و او كه نه بې تمرينه كار و؟

تمرين خو څه ، چې مكياژ او لباس هم درك نه درلود. زه تر ډئگره په ښارونو كې اوسېدلې يم، له تمرين پرته د يوې كليوالې جينۍ رول ماته يوڅه ستونزمن و. ډېرو خلكو دا نيوكه كوله، چې منګى دې سم نه و نيولى، خير داستونزې وي، خو تر ټولو سخته صحنه د اور اچونې صحنه وه. ډايركټر هم پر اوراچونه سم نه پوهېده، موږ په حقيقت كې له پټرولو كار واخست، د لمبې تر شا يوڅه وسوځېدم. په نورو فلمونو كې صحنه سازي كيږي، خو موږ دا اسانتيا نه درلوده. موږ په كوټه كې اوربل كړ، دروازې مو هم بندې كړې وې، لوګى ډېر زيات او صحنې ته يې يوڅه مصنوعيتوب وركړ.

بل په يوه داسې كلي كې ، چې ولس مو كار ته په ښه سترګه نه كتل د منګي وړل او د خلكو په منځ كې تېرېدل راته ډېر ستونزمن و.

تېل خو مو پر اوږو اچولي و، نو دا اور څنګه له پښو راپورته شو؟

مساله دا وه، كله مې، چې پر ځان تېل واچول بوشكه لاندې پرېوته او پترول توى شول. كله مې، چې اورلګيت بل كړاور د اوږو پر ځاى له ځمكې راپورته شو.

خو صحنه به مو بېرته له سره جوړه كړې واى؟

وخت نه و، يو خو مې له كورنۍ نه اجازه نه وه اخستې او بل خوا دفتر نه و خبر. زه، چې جلال اباد ته لاړم په دوو ورځو كې مو فلم جوړ كړ. ددوهم ځل لپاره راته ډايركټر ټليفون وكړ، چې كه بيا راشې او صحنه له سره جوړه كړو،خو له بده مرغه ما كافي وخت نه درلود.

په پښتو فلم، داستان، كيسه او نورو ژانرونو كې تر ډېره بريده كركټرونه وژل كيږي او يا لكه تاسې ته ، چې اور واچول شو، له اوراچونې پرته د څانګې د خلاصون كومه بله لاره نه وه؟

ښځينه ټولنه لا دې ته چمتو نه ده، چې له نارينه وو سره خبرې او دځان دفاع وكړي. حقيقت او رښتينتوب ته څوك پام نه كوي. دغه پايله ( د فلم پايله) د خلكو لپاره يو عبرت دى، چې د بدو دودونو پايله مرګ او ځانوژنه وي. ستاسو خبره سمه ده، ټول فلمونه بايد داسې نه وي، چې په مرګ او مړينه تمام شي.

تاسې څه وايئ، ځانوژنه به نورې ښځې دې كار ته ونه هڅوي؟

زما په خيال كه څوك يوڅه پوهه ولري د فلم پر پيغام به پوهېدلي وي.

كه د پوهې مساله واى دغه ستونزه به نه راپېښېده، په داسې حال كې، چې اطراف په يوه تياره موقعيت كې دي، ښايي د يوه مثبت پيغام پرځاى منفي پيغام ترې واخلي؟

كه چېرې د جينۍ كوگرنۍ، خسرخېل، خاوند او ...دا زمينه برابره نه كړي، چې جينۍ يا خپله لور، ميرمنه او ... ځانوژنې ته اړه كړي، نو داسې ستونزه به نه راپېښيږي. دوى ښايي د فلم له پايلې نه عبرت واخلي او د يوه مثبت پيغام په توګه په خپلو كړنو كې بدلون راولي.

په پاى كې كه د خپلو زده كړو، ژوند او نورو چارو په اړه يوڅه مالومات راكړئ؟

دل افروز ځيرك نومېږم، د لغمان ولايت د الينګار ولسوالۍ د سيدانو اوسېدونكې يم. زده كړې مې په ننګرهار كې بشپړې كړې دي، د رياضي او فزيك له څانګې فارغه شوې يم. د ژورناليزم كورسونه مې هم ويلي دي. د ازادۍ راډيو ويانده يم، په راډيويي ډرامو كې مې هم برخه اخستې ده. زموږ خپرونې له 56 سيمه ييزو او نړيوالو راډيوګانو خپريږي. يوه 17 كلنه لور لرم. له خاوند سره مې ډېر كم عمر وكړ، لور مې اوس په 12 ټولګي كې اول نومره ده. پلار مې استاد شيراقا نوميږي. وروڼه مې درې انجنيران دي او نور محصلين دي، يو ورور مې ډاكټر دى.