
ته مو روح يې ته مو ځان يــې
ته وطن جـــــــنت نښان يـــــــې
په سرو وينو به دې ســـــــــاتو
ته زمـــــونږ افغانـستان يــــې
ته خو توره د غــــيرت يـــــــې
تــــه جــــنډه د شهامــــت يــــې
ستــــا تاداب د انســـــــانيــته
ته تاداب د انســـــــانيت يــې
ته زمونږ د سترګو تور يـــــې
تـــــــه يې مينه محــبت يـــــې
تـــــابه لوړ همېشه ســـــــــــاتو
تــــــــه شمله د افغانيت يې
ستا د خوار اولاد دوعا ده
چې همېش دې سلامت يې
مونږه واړه ستا بچيـــان يو
ته په مونږه باندې ګران يې
په سرو وينو به دې ســـــــاتو
تـــــه زمونږ افغانستان يـې
ستا خزان هم بهــــــــــارونـه
هــــــــره تيګه دې لالـــــــونه
ستا په غېږه کــې پراتـه دي
د سپين غر پشانته غرونه
هم ويده ستا په سينه کې
د غـــــيرته ډک ســــــــــرونه
له غيرته چې نارې کړي
د هلمند کونړ سيــــــندونه
ستا په ګُلو ښايسته شوي
ډېرو پېــــــــغلو وربولونه
مينه ستا ډېره خوږه ده
ته اعلا تر ټول جهان يې
په سرو وينو به دې ساتو
ته زمونږ افغانستان يې
انګرېزان دې نابود کړي
تا له غېږې خپل ايستلي
تاته جګ څوک کتی نشي
دوښمنان دې شرمولي
تا پخپله لوی لمن کې
غيرتي بچيان روزلي
ستا د ننګ ناموس لپاره
ډېرې ميندې ژړېدلي
ډېرو ستا په محبت کې
په سينه مرمۍ خوړلي
ستا په سر به ځان قربان کړو
ته ژوندون د هر افغان يې
په سرو وينو به دې ساتو
ته زمونږ افغانستان يې
هر بچی دې (احمدشاه) دی
غيرتي دی باوفا دی
هره پېغله (ملالۍ) ده
هر زلمی په تا فدا دی
چې له تا دي جدا شوي
د هغو زړه په ژړا دی
بېل له تا چې مونږ اوسېږو
دا څه ژوند پدې دونيا دی
بس چې ستا غېږه کې خښ شو
لوی ارمان د ژوند مو دادی
ستا ديدن پسې رنځيږي
د "هېواد" د زړه درمان يې
په سرو وينو به دې ساتو
ته زمونږ افغانستان يې