<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-04-10 17:21:06    
په نيويارک کی څه د پاسه دوه سوه تری سايکلونه ځی را ځی

cri

ټولو ته معلومه ده چه د امريکي په نيويارک کی موټرونه او مترو مهمی ترافيکی وسيلې دي او د مرکزی باغ په شاوخوا کی د توريستانو لپاره د أس ګاډي ليدل کيږي او ښاريان عمومأ د رخصتی په ورځو کی د ښار اطرافو ته د سيل کولو او يا د ورزش دپاره بايسکلونه استعمالوي . خو تری سايکلونه چه يوازي په پرمختيايی هېوادونو کی ډير ليدل کيږي ، پخوا په نيويارک کي کم ليدل کيدل ، خو په وروستيو ورځو کی د نيويارک په واټونو کی ډير تری سايکلونه ځي او راځي ٠

په نيويارک کي تری سايکل د چين له د تری سايکل سره زيات توپير نه لري او په پښو چلول کيږي ، خو د پاکستان د تري سايکل سره چه ور ته ديکسا ويل کيږی فرق لري ٠ په دي تري سايکل کي دوه تنه ځاييږي او د باران په ضد چترۍ يی هم لری ٠ که څه هم داسی تری سايکل په نيويارک کي د تکسي موټر په شان يو ډول ساده ترافيکي وسيله ده ، خو ډير پاک دی او زيات توريستان ځانته راجلبوی ٠ د رخصتۍ په ورځو کي د داسي تری سايکلونو په واسطه په مرکزی باغ کی سيل کول د خوښۍ وړ کار دی ٠

د دې تری سايکل د سپرلي کرايه د يوې دقيقې دپاره حسابيږي يعني يوه دقيقه يو امريکايی ډالر دی چه دا کرايه د أس د ګاډۍ د کرايی سره برابره ده، خو د أس په ګاډی کی د سفر وخت له دېرشو دقيقو څخه نه کميږي او کرايه يی څلور دېرش امريکايی ډالره ده ، نو ويل کيږي چه د تری سايکل سپرلي ډيره مساعده او ارزانه ده٠ تری سايکل لومړي د مرکزی باغ په شاوخوا کی د سياحانو د خدمت دپاره استعامليده خو په دې وروستيو وختونو کی برودوی ته په نژدی سيمې کی هم ليدل کيږی، ځکه چه هلته په شلګونو تياترونه شته او کله چه ډرامې پای ته رسيږې ، نندارچيان تکسی نه شی پيدا کول او په دي وجه تري سايکل د تکسی ځای ونيوه او په لارو کوڅو کښی په اسانه توګه تګ را تګ هم کولی شی ٠ تری سايکل په ١٩٩٣کال کی په نيويارک کی د استفادی وړ وګرځيد٠ په هغه وخت کی يو ځلمی چه بيلی نوميږی ، له خپلو ملکرو سره څه د پاسه لس زاړه تری سايکلونه واخيستل او يو شرکت يی جوړ کړ ٠ د هر تری سايکل ورځني کرايه د ديرشو څخه تر څلويښتو امريکايی ډالرو پوری وه ٠ دغی تازه رامنځته شوي ترافيکي وسيلې ژر د خلکو هرکلی تر لاسه کړ ٠ ځکه چه شکل يی عجيب او مصرف يی لږ دی ٠ خو په نيويارک کښی د تری سايکل د هرکلی وړ يو بل علت دا دی چه په هغه وخت کښی د شاګرد په نامه يو تليويزيونی فلم په نيويارک کښی وښودل شو چه دغه فلم د نيويارک د مځکنی صنعتګرانو له خوا په خپله تنظيم ، لارښوونه او رول پکی بازی شوی دی ٠ او دغه فلم د ګڼ شمير خلکو خوښ شو ٠ په دی فلم کښی داسی کيسه ويله شوی ده چه شاګردان د تری سايکلونو څخه په استفادی سره د زياتو پيسو د ترلاسه کولو دپاره څنګه کشمکش کوی ٠ په دی توګه دغه فلم د تری سايکل دپاره په وړيا ډول پراخ تجارتی تبليغات برابر کړل ٠

د ټکسې موټرانو اکثريت چلوونکی هغه کسان دی چه د جنوبی اسيا د هېوادونو څخه راغلی دي او د تری سايکل چلوونکی په عمده توګه ځوان لوبغاړي ، هنرمندان او زده کوونکي دي چه د خپل ژوند د تيرولو لپاره نيويارک ته راغلي او ځيني يي هغه ځوانان دي چه په موقتی ډول په کار يا پوهنځی کی نه دی شامل شوی څو چه د تري سايکل په چلولو سره د خپل ژوند د اړتياوړ پيسې لاس ته راوړي ٠ د دغو کسانو نه پرته ، ځينی يي د چاپېريال فعال ساتونکي دي چه چاپيريال ته د موټرونو د مضر بخار د ککړتيا سره د مخالفت لپاره تری سايکلونه چلوي ٠

د معلوماتو له مخی، په تيرو دوو کلونو کی په نيويارک کی د تری سايکلونو شمېر په سلو کي سل زيات شويدي چه تر اوسه پوري څه نا څه دوه سوو شلو عرادو ته رسيدلی دی٠ تري سايکل د أس ګاډۍ او حتی د ټکسي موټرونو زيات مشتريان ځانته جلب کړی ٠ پخوا د مرکزی باغ په شا وخوا کي اته شپيته د أس ګاډي د دې سيمې د ټولو سياحانو يوازني ترافيکي وسيله وه ، پدې ډول د ګاډۍ خاوندانو زياتې پيسې تر لاسه کړی٠ مګر د تری سايکلونو د را منځته کيدو نه وروسته د ډيرو مشترانو لپاره د ټکسی پر ځای غوړه مړی ګرځيدلی ده ٠ د ټکسی هغو موټروانانو چه په خاصه توګه د برودوی د تياترونو په سيمې کی مشتريانو ته ترافيکی خدمتونه کوی ، وويل چه د تری سايکل له امله ، د دوی د عايداتو په سلو کی لس برخه کمه شوی ده٠