د سينهوا اژانس د خبر له مخې د پاکستان جمهوررئيس پرويز مشرف د اپريل په نهمه نيټه په اسلام اباد کې په يوه بينالمللي غونډه کې په تاکيد سره وويل د کشمير په باب د کشالې حلول چې د څه دپاسه نيمې پيړۍ دپاره دوام لري ډير مهم او حتمي ښکاري٠ هغه به په راتلونکي اونۍ کې هند ته د خپل سفر په موده کې د هند د مشرانو سره پر نوموړي مسئلې باندې بحث وکړي ٠ د هند د حکومت په بلنه پرويز مشرف به د اپريل په ١٦ نيټه هند ته سفر وکړي او په هغه هيواد کې د هند او پاکستان د ورزشکارانو ترمنځ د کرکټ د لوبې سيل وکړي او د هند د مشرانو سره به خبرې اترې وکړي