د سينهوا اژانس د خبر له مخې د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياند ګلاني د اپريل په لسمه نيټه دا خبر تصديق کړی دی چې په عراق کې د پاکستان د سفارت يو مامور په نهمه نيټه شپه په بغداد کې ورک شوی دی ، مګر نوموړي وياند دا نه دی څرګند کړی چې نوموړي ديپلومات تښتول شوی وي يا نه ؟ نوموړي وياند په همدې ورځ وويل په بغداد کې ورک شوي ديپلومات ملکي جاويد نوميږي ٠
|