هرملت خپل شاعران او ليکونکی ځکه ښه ګڼی چه د دوی په خپلې ژبې پوری ارتباط اوتعلق لری . ژبه د هر ملت دپاره لکه لمر دنور اوفيض منبع ده . که د چا په ژبه کی علم او معرفت ځای ونيسی او هنر پکی پيدا شی نو د هغوی په ذهن او دماغ ، په اخلاقو او افکارو ، په عواطفو او احساساتو باندی عميق اثر کوی او اثر يی حقيقی او دايمی وی . د هر ملت د انسانيت او مدنيت معيار ژبه ده . که په ژبه کی هر څومره معنی پرته وه ، په ملت کی هم هغومره معنی شته . که ژبه وحشی وه او علم او ادب پکی لږو هلته د وحشت او جهالت سرمايه ډيره زياته ده .
ژبه له زړه او دماغ ، له روح او احساس سره تعلق لری او د ژبې ترقی د ټولو ترقياتو اساس دی . که په ژبه کی وسعت موجود و ، دهغه ملت نظر هم وسيع وی .
د منطق پوهانو د انسان تعريف په نطق او بيان باندی په غلطه نه دی کړی ، هغوی د ژبې په اهميت او قيمت باندی ډير ښه پوه شوی دی .
د هرملت پوهان او عالمان مری او علم لکه د دنيا مال وارثانو ته نه پاتی کيږی ، که يوه ژبه علمی او ادبی ژبه وی او پوهه د ژبې په زړه کی ځای ونيسی نو ژبه نه مری او علم و معنی هم له مرګه نجات مومی . ژبه زمونږ په شان فانی نه ده او د ابديت له پرتوه يی استفاده کړيده . که په ژبه کی دعرفان رڼا موجوده وه ، نو هغه ژبه د خلقو دپاره د خضر مثال لری او بل رهبر ته حابت نشته .
ملت په حقيقت کی ژبه ده بل شی نه دی ، هغه پښتانه چه دوه سوه يا دری سوه کاله پخوا ژوندی وو اوس يو هم نه دی پاته ، که مونږ ملت د يوې محدودی خاورې افرادو ته ووايو ، چه له يوه نظام لاندی ژوند کوی او خير و شريی شريک وی وی ، نو هغه ټول افراد پهيوه قرن يا دوه قرنو کی له منځه ځی او نور يی په ځای دريږی . هغه نظام هم بدليږی او هغه حدود هم په هغه حال نه پاتی کيږی . په دغه صورت کی بايد سړی ووايی چه ملت قرن په قرن بدليږی او د ملت عمر لهيوه قرن څخه زيات نه دی ، مګر مونږ وينو اوګورو چه هر ملت خپل تاريخ زر ګونو کالو ته رسوی .
نظام او حکومت بدليږی ، نسلونه نوی کيږی ، سياسی حدود تغير کوی ، مملکتونه يو له بل سره ګډيږی يا تجزيه کيږی ، مګر ملتونه باقی وی ځکه چه ملت د يوې معنی نوم دی چه په زرګونو کالو کی ډير لږ تغير قبلوی او د دوام او بقا وږمه پری ډيره زياته لګيدلی ده .