<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-04-10 18:31:28    
سرګړی ، خومار

cri

څومره ستړې ستړې لارې ولا! ستړی يم جانانه

نه دژوند په مانا پو شوم او نه مړی يم جانانه

چې يې ما غزل غزل خواني څپو ته نذرانه کړه

اوس د رود هماغو مستو اوبو وړی يم جانـانه

له سپين غره راړوي هر څه مې د ښار کوڅو مې ورک کړل

بس يو تشه سا اوباسم نور نيمګړی يم جانانه

خدازده ولې تری تم شول د چيلم ملنګ ياران مې

د زيارت بنډار کې پاتې يو زه غړې يم جانانه

دې غرمه غرمه حالاتو مې د زړه زور را نه واخيست

اند په نه څه لمبه کيږم وچ سر ګړی يم جانانه

خومار

دا زړه ، هغې نارې کړي چې له چا نـه پاتې شوی

ما ژر ټټر ته لاس کړ ، ما ويل ما نـه پاتې شوی

راځه! چې د يو عشق په نوم له سره لمونځ شروع کړو

له ما نه هم دا ډېر عمر جانانه پـاتې شوی

ښايست د دنګو نجونو د چيلم په لوګي پلوري

د کلي په خانانو کې ناځوانه پاتې شـوی

سرخې مې په ليمو کې څه د بنګو خوار نه دی

بل اور دی چې د اوښکو له کاروانه پاتې شوی

په شونډو کې ټپې لاس کې ټوپک سترګو کې اوښکې

عادت دې را ته داسې د بابا نه پاتـې شوی

په ياد مې دي يو وخت را ته دا زړه يو چا داغلو

دا ټپ مې په سينه له ډېر پخوا نه پاتې شـوی

هاۍ!!! ودريږه لږ تم شه کنه خون به په ځان واخلې

وروستی ګل مې په ګوتو کې توپانه پاتې شوی