د سين هوا اژانس د خبر له مخی د چين د هو بی ، جيانګ سی ، ان خوی او جيانګ سو ٤ ولايتونه د يانګځی سيند په منځنی او لره برخه کښی پراته دی ٠ په دی وروستيو ورځو کښی د دغو ولايتونو توريستی څانګو د هو بی ولايت په مرکز وو خان ښار کښی يوه ګډه اعلاميه لاسليکه کړه او پريکړه يی وکړه چه دوی به په ګډه سره د خپلو سيمو د توريستی منابعو څخه ښه استفاده وکړی ٠ يانګځی سيند د چين لومړی لوی درياب دی چه په لره برخه کښی يی ښکلی منظری او په زړه پوری تاريخی ودانی په نړۍ کښی زيات شهرت لری ٠ او دغه سيمه خورا د استخراج وړ ده ٠ د دغو ٤ ولايتونو توريستی څانګو پلان جوړ کړی دی چه د ٣ او يا ٥ کالو په کوشش به دغه سيمه د نړۍ په يوه مشهوره توريستی سيمه اباده کړی ترڅو اقتصاد يی د توريستی ګټو له برکته پرمخ بوتلل شی ٠