<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-04-10 18:36:05    
د مارچ اتمه: پريټي زنټا د ښځو پرحال اوښكې تويوي !!

cri

د هندي سينما مشهوره څېره پريټي زنټا وايي، په هندي ټولنه كې د نجونو ژوند ډېر تريخ دى، كله، چې جينۍ د پلار په كور كې ديره وي، واك يې د پلار په لاس كې وي، كله، چې وديږي پر سريې د مېړه سيورى وي او كله، چې زړيږي د زامنو منت ته ناسته وي.

پريټي زنټا وايي:" دغه كار د ښځو كمزوري راښيي، خو زه دغسې تسلسل نه خوښوم، مېرمنې بايدخپل برخليك پخپله وټاكي ،كله، چې زه ماشومه وم، پلار مې هم په همدې خبره په غوږ وهلم".

پريټي زنټا زياتوي: پلار مې د برياليتوب لارې پرانستې او زه يې د خپلې خوښې روا چارو ته وهڅولم او نن، چې زه په كومه پوړۍ كې ولاړه يم، دازما دپلار لورېينه ده. كه څه هم نن دهغه وجود نشته، خو زه، چې په كوم مقام كې ولاړه يم، دا دهغه هيله او غوښتنه وه، يانې خپلواكه، ويسامنه او پرخپل برخليك واكمنه پريټي زنټا!!.

پريټي زنټا پخپله مقاله كې ليكلي: " كه چېرې ژوند فلم واى ، نو زما يوازينى هيرو( اتل) به زما پلار واى. زه د هندد هند نوي نسل غږ يم،په خپلو پرمختياوو او برياوو كې به د خپلې ټولنې دودونه او رواجونه خوندي ساتم، زما دود او كولتور زما دژوند ښكلا ده".

پريټي زنټا وايي، زما او دهند دنورو ښځمنو پر دغو برياليتوبونو سربېره ځينې ستونزې او كړاوونه هم شته، چې زموږ خونديتوب او مصئونيت يې له ګواښونو سره مخ كړى دى. كله، چې پر سړك كومه هندوه روانه وي، ځان اوخپل پت خوندي نه احساسوي. خو پوښتنه داده، چې دغه انګيرنه له كومه راوټوكېده؟! دې پوښتنې ته زه پخپله ځواب وايم:

" زما په اند، دنه خونديتوب دغه انګيرنه دځينو هغو ناوړه چارو او كړو وړو څخه سرچينه اخلي، چې زموږ له سينما او رسنييز نظام څخه خپريږي.زموږ فلمونه زموږ د ټولنې له حقيقتونو سره ټكر كوي، ښځه په فلمونو كې ديوې آلې په توګه كارول كيږي. مينه اوعشق مو د ټولنې له واقعيتونو سره اړخ نه لګوي، څومره ازادي ، چې په فلم او سينما كې ترسترګوكيږي، په ټولنه كې يې بوى هم نه لګي. زلميان، چې كله دغه فلمونه ګوري، ذهنونو ته يې د يوه ټولنيز واقعيت انګيرنه ورلويږي او دغه انګيرنه يې دې ته اړباسي، چې په ټولنه كې له " فلمي اخلاقو" او "فلمي كردارونو" كار واخلي.

ددغو ستونزو د اواري يوه لاره درښيم، ښه به داوي، چې راسره ويې منئ: "كه تاسو هم څوك په بازار كې چيړي،زما مشوره خو داده، چې پرمخ يې يوه ښه څپېړه ورحواله كړئ، دغسې څپيړه څوكاله مخكې ماهم حواله كړېده."پريټي ونټا زياتوي: " زه يوه سينمايي ستورې يم، محافظان او وسله وال كسان لرم،خلك مې دومره نه چيړي، خو دهند دهغو ښځو به څه حال وي، چې نه محافظان لري او نه هم دسر سيوري؟!!