<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-04-10 18:39:09    
د چين د ختيځ او لويديځ تر منځ د همکارۍ او پانګه اچونی په غونډه کښی د خارجی پانګی قراردادونه لاسليک شول 

cri

د سين هوا اژانس د خبر له مخی د اپريل په نهمه نيټه د چين د شان سی ولايت په مرکز سی ان ښار کښی د هيواد د ختيځو او لويديځو سيمو تر منځ د همکاری او پانګه اچونی په باب نهمه تجارتی غونډه پای ته ورسيده ٠ او خبريال له دی غونډی نه خبر اخستی دی چه په دی غونډه کښی په خارجی پانګو د ١٣١ پروګرامونو په باب قراردادونه لاسليک شول چه د سرمايه ګذاری اندازه يی د يو مليارد ٨ سوو مليونو امريکايی ډالرو څخه اوښتی ده ٠ او دغه رقم د تيری غونډی په نسبت په سلو کښی ٤٠ برخه زياته شوه ٠ د خبرله مخی په دی غونډه کښی تر ټولو نه لوی خصوصيت دا دی چه د بهرنيو پانګو اچونکو شخصيتونو شمير په لويی اندازی سره زيات شوی دی چه څه دپاسه ٢٠٠٠ تنه يی پکښی برخه واخستله ٠ دوی د چين د څه دپاسه ٢٠ولايتونو له خوا برابر شويو پروګرامونو ته زياته توجه ښودلی ده ٠