د چين د بينالمللي راډيو د خبر له مخې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د اپريل په لسمه نيټه دا خبر تصديق کړی دی چې په عراق کې د پاکستان د سفارت يو مامورچې په نهمه نيټه شپه په بغداد کې ورک شوی وتښتول شو،د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياند ګيلاني ددې نه مخکې ويلی و چې په بغداد کې د پاکستان د سفارت يو مامور په نهمه نيټه شپه ورک شو٠ ددې خبر د اخيستلو نه وروسته د عراق حکومت پاکستاني خوا ته ژمنه وکړه چې پاکستان ته مربوط اطلاعات ورکړي او د نوموړي ورک شوي مامور د لټولو دپاره مرسته برابره کړي ٠
|