د سين هوا اژانس د خبر له مخی : د پاکستان د حکومت نطاق او د اطلاعاتو او راډيو خپرونی وزير شيخ رشيد احمد د روانی مياشتی په لسمه نيټه په اسلام أباد کی په يوه مطبوعاتی غونډه کی غوښتنه وکړه چه په عراق کی د پاکستان د سفارت يو کارکوونکی خوشي شي چه په نهمه نيټه شپه په بغداد کی تښتول شويدی ٠
د پاکستان حکومت نوموړی پيښه وغندله او د تښتوونکو څخه يی وغوښتل چه د انسانيت په بنا د پاکستان کارکوونکی خوشي کړي او ويی ويل چه پاکستان له عراق څخه د خپل سفارت کارکوونکی نه شي ايستلی او خپل سفارت نه شي تړلی ٠
هغه څرګنده کړه چه يو سړی چه ځان عمر بن خطاب سازمان ګڼی ، د اپريل په لسمه نيټه په عراق کی د پاکستان سفارت ته د تليفونی خبر په ترڅ کی وويل چه نوموړی سازمان د تښتولو د پيښی مسئوليت په غاړه لري ٠