<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-04-11 17:21:23    
داقتصادی محافلو چينی او خارجی شخصيتونه دچين داقتصادی ودی دراتلونکی په مقابل کښی پوره اطمينان لری

cri

دچين دانکشاف په باب دعالی رتبه مامورينو په ګډون فورم چه دوه ورځی يی دوام درلود ، لږه موده دمخه په بيجينګ کی پای ته ورسيد . په دغه غونډه کښی دا مسئله چه ايا دچين اقتصاد به په مداومه توګه چټک او سالم انکشاف کړی که نه ؟ دبرخه والو دتوجه وړ ګرځيدلی دی .د اقتصادی محافلو دچينی او خارجی شخصيتونو په نظر په چين کښی داقتصاد دمسلسل ،چټک او سالم انکشاف د پرمخبيولو قوی محرکه قوه موجوده ده ، په راتلونکو څو کلونو کی به دا هدف سرته ورسيږی چه دچين ملی اقتصاد هر کال په منځنی ډول په سلو کښی په اته سرعت سره انکشاف وکړی .
په وروستيو شلو کلونو کښی دچين اقتصاد تل هر کال په منځنی ډول په سلو کښی په نه سرعت سره انکشاف کړی او يو داسی هيواد ګرځيدلی دی کوم چه دنړۍ د نورو هيوادونو په نسبت داقتصاد انکشافی سرعت يی ډير چټک دی . بين المللی ټولنی په عمومی ډول نظريه درلوده چه د چين اقتصادی انکشاف دنړی د اقتصادی ودی په مقابل کښی مخ په زياتيدونکی رول لوبولی دی ، دچين اقتصادی وده د نړۍ د اقتصاد دحياتی قوت د ساتلو يو مهم عامل ګرځيدلی دی .
دچين ددولتی شورا په اړه دانکشاف او څيړنی دمرکز مرستيال ښاغلی سون سياو يوی وويل چه په وروستيو کلونو کښی له دی کبله چه دچين داوسيدونکو استهلاکی جوړښت په پر له پسی ډول لوړ شوی ،د صنعتی او ښاری کيدو جريان
چټک شوی او په نړۍ کښی زيات صنايع په چټکۍ سره چين ته اړول شوی دی ، نو ځکه دچين اقتصاد دزياتوالی نوی دوری ته داخل شوی دی . دهغه په نظر په راتلونکی يوه موده کښی دغه ښه عوامل به لا هم دچين د اقتصاددمسلسل او چټک انکشاف په لاره کښی عمده محرکه قوه وی . هغه وويل له راتلونکو پنځوکالو نه تر پنځلسو کالو پوری به په چين کښی د صنعتی او ښاری کيدو د جريان د چټکتيا او په ښارونو او کليو کښی داساسی تاسيساتو د ابادۍ دتطبيق په نتيجه کښی دپانکه اچونی په برخه کښی لا زيات فرصتونه برابر شی .علاوه پردی دخلکو د عايداتو د زياتوالی او داستهلاکی جوړښت د لوړتياپه نتيجه کښی به دخلکو استهلاکی اړتياوی ډيری زياتی شی .د پراخو داخلی بازارونو ، پوره بشری قواوو او تخنيکی خلاقيت په واسطه امکان شته چه دچين اقتصاد په مداومه توګه په لوړسرعت سره انکشاف ومومی .
د ايچ .ايس .بی .سی سهامی محدود شرکت دمديره هيات رئيس جون بوند نظريه څرګنده کړه چه په تيرو پنځوکلونو کی دچين اقتصاد د انکشاف په لاره کښی د ليدو وړ موفقيتونه لاس ته راوړی دی ،د اصلاح او ورخلاصون دګامونو د نور هم چټکتيا سره سره دچين اقتصاد دچټک انکشاف تمايل ساتلی شی . هغه وويل روان کال دچين دلسم پنځه کلن پلان اخری کال دی ، په دغو پنځو کلونو کښی دچين اقتصاد د لوړ زياتوالی ميزان ساتلی دی او همدا راز داقتصاد بی حده زياتوالی هم کنترول شوی دی .دچين حکومت ټينګ عزم څرګند کړی چه غواړی په راتلونکی پنځه کلن پلان کښی له نوی چلنج سره مقابله وکړی دغه چلنجونه به د چين د مرکزی ځايونو دسمسورتيا د پرمخبيولو، د دولتی تصديو اصلاحاتو ته
ددوامداره ژورتيا ورکولو،د داخلی اړتياو د تشويقولو او دچين د پولی سيستم
د ښه والی څخه عبارت وی . دغه ټول به دچين د اقتصاد د مسلسل او ثابت زياتوالی دپاره ګټور وی .
دڅيړنی له هغه تازه راپور څخه چه په دی نژديو ورځوکښی دچين ددولتی شوراپه اړه دانکشاف او څيړنی دمرکز له خوا وړاندی شوی ،څرګنديږی چه په راتلونکو څوکلونو کښی به چين هر کال په منځنی ډول په سلوکښی په اته سرعت سره انکشاف ومومی ، د اوسنی تبادلوی ارزښت د حساب له مخی تر ٢٠١٠ کاله پوری به دچين د داخلی عمومی توليدی ارزښت عمومی اندازه له دوو زرومليارډو امريکايی ډالرو څخه واوړی .
که څه هم داقتصادی محافلو چينی او خارجی شخصيتونه دچين د اقتصادی ودی دراتلونکی په مقابل کښی دخوشبينی رويه غوره کوی . خو دوی هم دی ته ګوته ونيوله چه دچين اقتصاد دانکشاف په بهير کښی له زياتو مسئلو سره مخامخ
شوی دی .که دغه مسئلی په ښه ډول حل نه شی ، نو امکان شته چه دچين د اقتصاد دچټک انکشاف په باب هدف سرته ونه رسيږی . دچين د انکشاف او اصلاح د کميټی په اړه دعمومی چارو درياست مرستيال هان وين سيو وويل په راتلونکی وخت کښی به چين د اقتصاد د محدودولو دپاره له څلورو غير ګټورو عواملوسره مخامخ شی . لومړۍ ، دمنابعو قيد ، دوهم ، د چاپيريال د فشار محدوديت ، دريم د بشری قوی د پانګو لوړتيا، څلورم دتخنيکی خلاقيت طاقت نه پوره کيدل .
دتوجه وړ خبره خو دا ده چه دغه مسئلی دچين د حکومت دزياتی توجه وړ ګرځيدلی دی .