<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-04-11 18:04:30    
د وينو لوړ فشار

cri

ګرانو دوستانو ، د وينو لوړ فشار يوه معمولی ناروغی ده که څه هم علامی يی ښکاره نه دی ،خو هغه په ناروغانو باندی پټه اغيزه اچوی که خلک د دی دپاره تدبيرونه و نه نيسی ،د وينو لوړ فشار به نوری ناروغۍ رامنځته کړی او په عين وخت کی به د خلکو روغتيا ته ستر ضرر ورسوی .په دی وجه لوړ فشاريوه وژونکی ناروغی ګڼلی کيږی .په ننی پروګرام کی مونږ د ونيو د لوړ فشار په هکله يو څو خبری وکړو.
د لحصائيی له مخی اوس په ټوله نړۍ کی د څه د پاسه ٦ سوو مليونو تنو د وينو د لوړ فشار ناروغان شته .د چين د روغتيا د وزارت له خوا د تازه احصائيی له مخی په چين کی د يو سلو شپيتو مليونو تنو په شمير د وينو د لوړ فشار لرونکی ناروغان شته چی دا رقم هر کال د ٦ مليونو په سرعت سره په مسلسله توګه زياتيږی.
ميرمن ليوو جين يون چی عمر يی څه دپاسه ٤٠ دی د بيجينګ په يو شرکت کی کار کوی.پخوا د ده وينو فشار په عادی توګه ؤ،مګر د تير کال په پای کی د هغی سترګی ناڅاپا ناروغه شوی او د شاوخوا شيان يی نه ليدل ،نو روغتون ته ولاړه .هغه وويل ( ... اواز......) چی په لومړی وخت کی ما ګمان ګاوه چی زما سترګی ناروغی شوه ،خو روښی فشار د اندازه کولو په وخت کی ما ته معلومه ده .زه د وينود لوړ فشار په ناروغه اضته شوی . اوس د چين حکومت او ګرده ټولنه د وينو د لوړ فشار لرونکو ناروغانو د شمير د مسلسلو زياتيدو ته پوره پاملرنه کوی.د نوموړی ناروغی د خپريدو د مخنيوی او د ضرر د کمښت دپاره د چين د روغتيا وزارت په دی وروستيو ورځو کی فيصله وکړه چی سږ کال به په بيلا بيلو ځايونو کی د بيلا بيلو تبليغاتی فعاليتونو له لاری د وينو د لوړ فشار د وقايی او علاج په باب پوهه زيات کړی .د چين د روغتيا د وزارت د کنترول د رياست مسئول چی شيو چيو وويل (......اواز......) ځکه په سږ کال کی د نوموړی ناروغۍ د مخنيوی په هکله اړوند تبلفاتی فعاليوتونه اجرا کړی ،علت يی دا دی چی د وينو لوړ فشار نه يوازی د پيښدو ميزان لوړوی ،بلکه د زړه او دماغ په ګډون د ډيرو سختو ناروغيو سبب دی .مګر د حقائفو څخه ثابت شوی چی دغه ناروغۍ کنترول کيدای شی .
د ناروغۍ څخه څرګنديږی چی د هغه د وينو لوړ فشار د کنترول وړ يوه ناروغۍ ده نو د وينو دلوړ فشار د ناروغانو دپاره روحيی فشار لازم نه دی بايد ژر ترژره علاج وکړی ترڅو د وينو فشارګواښ او خطر رامنځته نه کړی تر څو د نوموړی ناروغی په عادی ژوند او کارونو باندی اغيزه ونه کړی .اوس د وينو د لوړ فشار د علاج دپاره دوه ډول لاری چاری شته .يوه لاره يی د دارودرمل په واسطه علاج دی .د بيجينګ پوښتون په اړه د ولسی روغتون د زړه د ناروغيو ډاکټر ښاغلی هو دا ای د چين د زړه او د وينود ګونو د ناروغۍ مشهور متخصيص دی .هغه داس وويل چی د وينو د لوړ فشار ناروغان بايدد دارودرمل د خوړلو په بهير کی د ډاکترانو لارښونی په نظر کی ونيسی ځکه په اوسنی بازارونو کی د وينو د لوړ فشار د پاره دارودرمل بيلا بيل دی مګر نوموړی دارودرمل پخپله ځای او وخت وړ دی نو په دی وجه ناروغان د دارودرملو د خوړلو څخه يی ځايه استفادی ونه کړی .د دارودرملو د انتخابولو د يادونی په ترڅ کی هغه وويل چی(...اواز...) بايد هغه موثر دارودرمل استعمال شی چی د وينی فشار راټيټ شی .دارودرمل يا قيمت يا ارزان که يوازی د ناروغانو د وينی فشار راټيټولی شی .موثر دارودرمل ګڼل کيږی .له دی نه علاوه ښه به دا وی چی هغه دارودرمل استعمال شی چی په يوه ورځ کی يوازی د يوځل لپاره وخوړل شی چی موثريت يی د ٢٤ ساعتونو له پاره ساتل کيږی چی دا به د وينو د فشار د هميشنی بدلون مخنيوی وکړی .
د دارودرمل د خوړلو د علاج په عين وخت کی دا لازم دی چی د وينو د لوړ فشار ناروغان بايد خپل بد او ناوړ عادتونه بدل کړی چی دا به د وينو د فشار د کنترول دپاره ګټوره وی ،دغه راز د هغو کسانو دپاره چی د وينو په لوړ فشار اخته نه دی شوی د سالم عادت څخه په استفادی سره د وينو لوړ فشار ليری کولی شی .د ژوند عادت د بدلون مهم ټکی دا دی چی سګريټ مه څښی او د وينی د فشار له معلومولو نه وروسته بايد په ښه ډول د خوارکونو خوړل ترتيب کړی .لومړی مالګه محدوده کړی ځکه چی د زياتی مالګی د خوړلو له امله د وينو فشار لوړيږی .د نړيوال روغتيايی سازمان د اټکل له مخی بايد په ورځ کی يو تن د سپږو ګرامونه زياته مالګه ونه خوری .له دی نه علاوه د خوارکونو د خوړلو په برخه کی د وينو د لوړ فشار ناروغان بايد زياته چربی لروونکی خوارکونه هم ونه خوری ،په عين وخت کی منساسب ورزش د ژوند سالم عادتونه ډير مهم دی ،ګرانو دوستانو زمونږ پروګرام پای ته رسيږی ،خوشحاله اوشی.