د چين د بين المللې راډيو د خبر له مخی : د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت نطاق د اپريل په ١١مه نيټه وويل چه د عراق وسلې ډلې د پيسو د تر لاسه کولو په هکله په عراق کی د پاکستان د سفارت کارکوونکی تښتولی دی ، اوس د نوموړی کارکوونکی حال ښه دی . نوموړی نطاق په يوه مطبوعاتی غونډه کی وويل چه تر اوسه پورې تښتونکو د پاکستان له حکومت څخه هيڅ غوښتنه نده کړی . د بل خبر له مخی : په همدې ورځ د پاکستان د صدراعظم شوکت غزيز تر مشرۍ لاندی د يرغمل نيونې پيښې په باب يوه خاصه غونډه جوړه شوه او نوموړې غونډی پريکړه وکړه چه د نوموړې پيښی د حل و فصل دپاره يو خاص استازی وليږی او د عراق له حکومت سره خبرې اترې وکړی .
|