<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-04-12 17:42:42    
د موپلې او د چرګ برش

cri

موپلې يو ډير خوندور وچه ميوه ده ، په موپلې کې ډير ويتاميونه ، معدني مواد موجود دي چه د انسان د روغتيا له پاره ډير ضروري دي ٠د موپلې په واسطه بيلا بيل خوراکونه جوړيداي شي ، لکه په هغو اوبو کې جوش او پخول شوي موپلې چه بيلا بيلې مسلې پکې اچول شوي ، يا په غوړي کې سري شوي موپلې د زياتو خلکو له پاره ډير خوښ دي ٠ بر سيره پر دي خلک هم کولي شي چه د موپلې او د نورو سبزيو يا غوښو په واسطه بيلا بيل خوراکونه جوړ کړي ٠ لکه د موپلې او د چرګ برش ٠ د دغه خوراک جوړونه په دي ډول دي چه لړمړي پنځوس يا سل ګرامه خام موپلې، د چرګ د سږي نيم کيلو برخه غوښه ، يو يا دوه بدرنګه ، څو داني وچه سور مرچ ، برابر مالګه ،لږ څه بوره .، نيم کيلو غوړي تيار کړۍ٠ بيا به غوړي په ديګ کې واچوي او ديګ د اور د پاسه کيږدي ، خو اور سخت نه وي ، غوړي چه ګرم شي ، خام موپلې پکې واچوي او ويي لړۍ څو چه موپلې تور رنګ نه شي ، موپلې چه پخې شي او رنګ يي سور شي ، له غوړي څخه يي راوباسي او په بل سامان کې به يي واچوي ، وروسته د چرګ غوښه ټوټه توټه کړۍ چه شکل يي د برش په شان وي ، بيا په يوه کاسه کې واچوي او برابر سوس ، لږ څه بوره او نشاسته مواد پکې واچوي او سره يو ځاي ولړۍ٠ وروسته په نوموړي ديګ کې چه برابر غوړي پکې پاتي شوي ، بيا به د اور د پاسه کيږدۍ ، غوړي چه سري شي ، سور مرچ چه ميده ميده شوې ، پکې واچوي ، بيا ژر نوموړي غوښه پکې واچوي او ويي لړۍ، غوښه چه پخه شي ، نوموړي تيار شوي موپلې او د برش په شکل پري شوي بدرنګه يو ځاي پکې واچوي او ژر يي ولړۍ اوپه پاي کې برابر مالګه پکې واچوي ٠ نو په دي ډول دغه خوراک تيار شو ٠ دغه خوراک نه يوازي ډير خوندور بلکه رنګ يي هم ډير ښکلي ښکاري ٠ که څه هم موپلې زيات غذايي ارزښت لري ، مګرد موپلې زيات خوړل د هغو کسانو له پاره مساعد نه دي چه د معدي او د کولمو هاضمې لياقت کمزور دي ٠ بله خبره دا ده چه په غوړي کې سري شوي موپلي په سرکه کې واچوي او ويي خوري چه دا د هغو کسانو له پاره ګټور دي چه د رګ د کلکوالي ناروغۍ لري ٠