<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-04-12 17:48:06    
په پوهنتون کی د شامليدو په خاطر د يوی غريبی نجلۍ ښکلی خوب ترسره شوی دی

cri

چين يو داسی لوی پرمختيايی هيواد دی چه نفوس يی له يو مليارد درو سوو مليونو تنو نه اوښتی دی . د هيواد د اصلاحاتو او ورخلاصون د پاليسی د تنفيذيدود څه د پاسه شلو کالو راهيسی چين که څه هم د غربت د له منځه وړلو په برخه کی ډير لوی ګامونه اخيستی او ستر برياليتوبونه يی لاس ته راوړی او د غريبو هيوادوالو شمير يی کال په کال کم کړی دی ، خو اوس له ٢٩ مليونو نه زيات هيوادوال لا هم په پوره توګه له غربت څخه نه دی خلاص شوی او ددوی په منځ کی ځينی کورنی دا توان نه لری چه په عالی مدرسوکی خپلو اولادونو ته د زده کړی لګښت برابر کړی .

د ٢٠٠٤ کال د اګيسټ په ١٢مه نيټه د چين په جنوب لويديځ کی د چونګ چينګ په ښار کی هغو غريبو نجونو محصيلاتو ته چه د خپل مور او پلار يوازينی اولاد ګڼل کيږی ، د مالی مرستی په توګه د پيسو ورکولو مراسم جوړشول . نجلی ګو سيان فون ته چه په دی ښار کی يی د اجتماعی علومو په اړوندو عالی مدرسو کی د شامليدو لپاره د ٢٠٠٤ کال په امتحان کی لومړنی لمبر وګاټه ، د لومړی تعليمی کال د زده کړی او ژوند لپاره ٦ زره ٨ سوه ٤٠ ژن مين بی يوانه ورکړ شوی دی . په دی توګه ګو سيان فون دهغو نجونو محصيلاتو سره د مرسته کوونکو فعاليتونو نه له لومړنيو ګټه اخيستونکو څخه شميرل کيږی کوم چه کورونه يی په کليو کی دی او د خپل مور او پلار يوازينی اولاد ګڼل کيږی .

د نجلی ګو سيان فون کور د چونګ چينګ په اړه د نان څوان ښار د ګوای خوا کلی د يوه غټ غره په لمن کی پروت دی . په کور کی د مور اوپلار نه پرته ، زيات عمر لرونکی نيکه او انا يی هم شته . نيکه او انا د ناجوړتيا له امله بيخی له کاره وتلی او د ټولی کورنی د ژوندانه دروند بار يی د مور او پلار په غاړه پروت دی . په عالی مدرسو کی د شامليدو لپاره د ٢٠٠٤ کال په امتحان کی د ګډون نه وروسته نجلی ګو سيان فون د خپل مور او پلار په اوږه د بار د سپک کولو په نظر کی نيولو سره د چونګ چينګ ښار په يوه رستوران کی په کار پيل وکړ .

د همدی کال د جون په ٢٤ نيټه د هغی يوه همصنف په تيلفون کی ور ته يو زيری ورساوه چه هغه د ٥٨٩ نمرو په غوره موفقيتونو سره د سی څوان پوهنتون لخوا منله شوی ده . دغه نمره د چونګ چينګ په ټول ښار کی تر ټولو لوړه وه او يوازی په امتحان کی دوو برخه والو زده کوونکو دغه لوړه نمره وګټله . دغه زيری که څه هم د ګو سيان فون کورنی ته خوشحالی رسولی ، خو په عين وخت کی يی غم هم راپيدا کړ ، ځکه چه د نجلی ګو کورنی دومره بی وزلی ده چه د ژوند د اساسی اړتياؤ نه پرته په پوهنتون کی د هغی د شامليدو لپاره نوری اضافی پيسی نه لری . نو په دی وجه يوه ورځ مور يی چه سترګی يی له اوښکو نه ډکی وي ، ورځنی تقاضا وکړه چه په پوهنتون کی د شامليدو فرصت له لاسه ورکړی ...

په دی وخت کی چه د کورنی ټولو غړو د نااميدی او ناتوانی احساس کاوه ، يو بل زيری ګو سيان فون ته ورسيد. د اګيسټ په ٤ نيټه د نان څوان ښار د نفوسو او کورنی لارښوونی کميټی هغې ته اطلاع ورکړه چه هغه د چونګ چينګ ښار د نجونو محصيلاتو سره د مرسته کوونکو فعاليتونو په هدفونو کی شامله شوی ده .

دغه فعاليتونه له کليو نه د راغلو غريبو نجونو محصيلاتو سره د مرستی لپاره

د چونګ چينګ ښار د نفوسو او کورنی لارښوونی د چارو د څانګو د کارکوونکو او د ټولنی د نورو وګړو لخوا د پيسو د راټولولو له لاری سر ته رسيږی . په ٢٠٠٤ کال کی په ټول ښار کی جملتأ شلو تنو بی وزلو نجونی محصيلاتو له نوموړو ګټورو فعاليتونو څخه ګټی اخيستی دي او دغه ډول مرستی به له پوهنتون څخه ددوی تر فارغيدو پوری دوام ولری .

نجلی ګو سيان فون د ټولنی د نورو وګړو د مينی او مرستی په وجه په نوموړی پوهنتون کی په خپلی زده کړې پيل وکړ او بالاخره يی خپل ښکلی خوب ترسره کړی دی . هغی په داسی حال کی چه اوښکی يی په سترګو کی ودريدی ، خبريال ته وويل چه که څه هم زما کورنی د غربت له امله زيات مصيبتونه ګاللی ، خو ما ته د نيکمرغی وړ خبره دا ده چه زه نه يوازی له غريبی کورنی او غرنی لمن څخه بهر ته راوتلی او د سی څوان پوهنتون يوه زده کوونکی ګرځيدلی يم ، بلکی د ټولنی بی شميره مينه لرونکو خلکو ما ته داسی غوره فرصت برابر کړی چه په ارامه توګه په درسی کوټه کی ناست يم او په زده کړی بوخته يم . زما نيکمرغی په پوره توګه د نوموړو مرسته کوونکو فعاليتونو له برکته ده . اوس زه بايدپه کوښښ او زيار سره زده کړه وکړم تر څو له پوهنتون نه د فارغيدو نه وروسته به په خپلو کارونو کی برياليتوبونه وګټم او ټولنی ته ښه خدمت وکړم .