<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-04-12 18:15:27    
په چين کی د سرګردانو ماشومانو سره د مرستی کارونه موافقيتونه تر لاسه شويدی

cri

د چين د ملکی چارو د وزارت مرستيال ( لی لی ګو ) لږه موده د مخه په بيجينګ کی د بي وزلي يتيمانو او سرګردانو ماشومانو سره د مرستی په باب په يوه غونډه کی څرګنده کړه چه چين تل د نوموړو ماشومانو د ساتنی کارونو ته اهميت او پاملرنه وکړ او په ابتدائی توګه د بی وزلی ماشومانو سره د مرستی شکل جوړ کړيدی ٠ اوس د چين مربوطه څانګه په فغاله توګه د پيسی د لټولو او د بين المللی همکارۍ له لاری په لارو کوڅو کی د سرګردانو ماشومانو سره د مرستی کارونه نور هم تقويه کړي ٠
د پلار او مور جلاوالی ، نه برابره روزنه ، غربت او نور عوامل د سرګردانو ماشومانو حالات سبب کيږی ٠ که چيری ماشومان له خپلو حفاظتانو څخه وخوځيږی او په لارو کوڅو کی لالهانده ګرځی ، د دوی اساسی ژوند به موثر ضمانت تر لاسه نه کړي ٠ د مربوطو معلوماتو سره سم اوس په چين کی د سرګردانو ماشومانو شمير څه نا څه يو سلو پنځوس زرو تنو ته رسيږی ٠
د م م د ماشومانو د حقوق د تړون د يوی غړی هيواد په حيث د چين حکومت تل د بی کوره ماشومانو د ساتنی کارونو ته زيات اهميت ورکړيدی ٠ لی لي ګو وويل چه د تير پيړۍ د نويمی لسيزی د لومړيو وختونو نه راهيسی د چبن د ملکی چارو وزارت د بی وزلی ماشومانو سره د مرستی د کارونو په ژوری څيړنی پيل وکړ ، د موثر طرز او لار د پيدا کولو لپاره ئی کوشش وکړ او په ښارونو کی د دغو ماشومانو سره د مرستی مرکزونو د جوړولو لپاره يی پيسی راغونډی کړې ٠ د ٢٠٠٣ کال تر پای پوری د چين د ملکی چارو وزارت د بی کوره ماشومانو د بيړنی ساتنی لپاره سل دېرش مرکزونه جوړ کړيدی ٠
په عين وخت کی د چين د ملکی چارو وزارت هم د بين المللی همکارۍ د پروګرامونو د تطبيق له لاری د بی کوره ماشامانو د ساتنی کارونو په برخه کی د نړۍ د نورو هيوادونو سره ښی تجربی پيدا کړيدی ٠ مثلأ د م م د ماشومانو د صندوق او د انګلستان د بی وزلی ماشومانو د مرستی د ټولنی سره ئی همکارۍ وکړې او د دغو ماشومانو سره د مرسته کولو ، مسلکی تربيت او په نورو کورونو کی د دوی د روزلو په شمول نوی طريقه يی پيدا کړي دی ٠
په نژديو کلونو کی د چين حکومت د بی کوره ماشومانو سره د مرستی دپاره د کار ملکل ميکانيزم جوړ کړيدی او د ماشومانو د ساتنی موسسو د تاسيس لپاره هم نوره زياته پانګه اچولی ده ٠