<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-04-13 14:47:49    
د هند صدراعظم د پاکستان له جمهوررييس سره د خبرواترو ارزو څرګنده کړه

cri

د چين د بين المللی راډيو د خبريال د خبر له مخی ، د هند صدراعظم منموهن سينګ د اپريل په ١٢ نيټه په نوی ډيلی کی دا ارزو څرګنده کړه چه د پاکستان له جمهوررييس پرويز مشرف سره به ارزښتناکی خبری اتری وکړي . جمهوررييس پرويز مشرف به د کرکټ لوبو د سيالی د ننداره کولو لپاره د اپريل په ١٦ نيټه هند ته ولاړشی .

د هند د مطبوعاتی ذرايعو د خبرونو له مخی په همدی ورځ صدراعظم سينګ د صدرات په ماڼۍ کی وويل ، که څه هم هند ته د مشرف راتګ رسمی سفر نه دی ،خو د هند لوری  لا هم غواړی چه د کشمير ، د باهمی اعتماد د پياوړتيا او سيمه ايز امنيت په شمول د موضوعاتو په باره کی ورسره خبری اتری وکړي .

سينګ دا هم څرګنده کړه چه د جنوبی اسيا د مختلفو هيوادونو مشران بايد په خپل منځ کی غير رسمی اړيکی زياتې کړی او د ګډی علاقی وړ مسئلو د څيړنی لپاره به لا زيات فرصتونه برابر کړی .