<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-04-13 19:50:10    
هغه د فلنډ داستاني کيسه چين ته راوړلي ده

cri

د تير کال په پاي کې په چين کې د فلنډ په لوي سفارت کې يوه خاصه ملمستيا جوړه شوه او په هغې کې د فلنډ لوي سفير باسين د فلنډ د جمهوررئيس له خوا صادر شوي يو افتخاري ميدال يو چيني سپين ږيري ته ورکړي دي ٠ دا لومړي ځل دي چه د فلنډ جمهوررئيس يو چينايي ته افتخاري ميدال صادر کړي دي ٠ دغه سپين ږيري دو ځونګ ينګ نوميږي ، سږکال دري اويا کلن دي او پخوا يي په فنلنډ کې د چين په لوي سفارت کې کار کاوه ٠
دوه پنځوس کاله مخکې يوويشت کلن ځوان دو ځونګ ينګ د بيجينګ د خارجي ژبو له ښوونځې څخه د فارغيدو نه وروسته د چين د خارجه وزارت له خوا و ګمارل شو او لږه موده نه وروسته يي په فلنډ کې د چين په لوي سفارت کې په خپل کار پيل وکړ ٠ له هغه وخت نه يي د پنځلسو کالو د خپلو کارنو په بهير کې يي له فلنډ سره زياته مينه پيدا کړې ده ٠ تر اوسه پوري که څه هم ډير کلونه تير شوي مګر نوموړي په پلنډ کې د خپل ژوند په موده کې ډيرې ښکلي او ژورې خاطري له ځانه سره ساتلي دي ٠ هغه خبريال ته وويل چه فلنډ يو ډير ښکلي هيواد دي ، کله چه دغه هيواد ته تللي وم ، قوي غوښتنه مې درلوده چه د دغه هيواد په باب زيات معلومات تر لاسه کړم ٠ خو په هغه وخت کې زما يوازي انګليسې ژبه زده وه ، په فلنډي ژبه هيڅ نه پوهيدم ، ددي له پاره چه خپل کار په ښه شان سره ترسره کړم ، نو د اړوند ښوونکې تر مرستې لاندې مې د فلنډې ژبې په زده کولو پيل وکړ او له دي نه وروسته د فنلنډ زيات ادبي اثار او کتابونه مي و لوستل چه په دي کې
ډيرې داستاني کيسې هم شاملي دي ٠ ښاغلي دو ځونګ ينګ و ويل چه د فلنډ ښوونکي مونږ ته ډيرې داستاني کيسې معرفې کړي ٠ د نوموړو کيسو د لوستلو له لارې زما په نظر د فنلنډ داستاني کيسې خپل خاص خصوصيت لري چه په کسيو کې حقيقت ، مهربانې او د ستاينې وړ کاراو شيان په ډير واضحه توګه څرګند شوي دي او دماشومانو د پوهنې له پاره ډير ګټور دي ٠ په دي بهير کې ما و غوښتل چه نوموړي داستاني کيسې په چيني ژبه ترجمه کړم څو چه چيني ماشومان نوموړي کيسې ولولي ٠ خو له دي امله چه په سفارت کې مي کارونه ډير زيات ؤ او په فلنډ کې د کار نه وروسته بيا د لوي سفير په حيث په وار سره وانواتو او کيريباس ته ولاړم ٠ نو د فلنډ د داستني کيسو د ترجمه کولو کار وځنډيد٠ کله په ١٩٩٤م کال کې ښاغلي دو ځونګ ينګ متقاعد شو او عمر يي څلور شپيته کالو ته ورسيد، د نوموړو داستاني کيسو په ترجمه کولو يي پيل وکړ ٠ د نوموړي داستاني کيسو د ترجمې له پاره ښاغلي دو ځونګ ينګ ډير اجتماعي کارونه پريښودل او په يوه زړه يي د نوموړو داستاني کيسو په ترجمه کولو ځان بوخت کړ ٠ دده ميرمن وويل چه هغه په ترجمه کولو کې ډير کوشش کړي دي ٠ حتي د خوب په وخت کې هم په دي فکر کې ؤ ٠ د څلورو کالو د کوششونو نه وروسته د ده له خوا تر جمه شوي فلنډې داستاني کيسې چاپ شوي چه دغه کتاب په چين کې ترجمه او چاب شوي لومړني فلنډي داستانې کسيي دي ٠ بر سيره پر دي ښاغلي دوځونګ ينګ د فلنډ د پخواني جمهوررئيس مارتي اتيساري له خوا ليکل شوي يو کتاب چه په بيلګراد کې دنده نوميږي ، او د يوولسو تنو نامتو فلنډې ليکوالانو اثار يي هم ترجمه کړي دي ٠ د فلنډ او چين تر منځ د دوستانه روابطو د پرمخبيولو په هکله
دده د کوششونو د ستاينې له پاره د ٢٠٠٤ م کال په سپيتمبر کې د فلنډ جمهوررئيس تارجه هالونين د اسوار ميدال ورکړ٠ په چين کې د فلنډ لوي سفير باسين په ستاينې سره وويل چه ښاغلي دو د فلنډ ډير ادبي اثار ترجمه کړي دي ، زما په نظر دا د فلنډ په باب د زياتو معلوماتو د تر لاسه کولو په هکله د چينايانو له پاره ډير ګټور دي او هغه په دي هکله ډير مهم خدمتونه تر سره کړي دي ٠ اوس د فلنډ د ادبي اثارو ترجمه کول د ښاغلي دو ځونګ ينګ مهم کار دي ، هغه ټينګ عزم لري چه د فلنډ او چين ترمنځ د متقابل تفاهم او کلتوري تبادلې د پرمخبيولو له پاره خپلو کوششونو ته دوام ورکړي ٠