<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-04-13 20:02:58    
زاړه کسان بايد د مسي عنصر لرونکي خوراکونه وخوري

cri

مسي د انسان دبدن د اړتيا وړ عنصر دي او د بدن د فيزيولوژي عادي رول د ساتنې له پاره مهم رول لوبوي ٠ له دي امله چه د زړو کسانو د معدي او د کولمو د هاضمي لياقت کمزور وي او غاښونه يي هم خراب شوي ، نو د مسي د عنصر اخيستنې يي د بدن له پاره زياته اغيزه لري ٠ که چيري د چا په بدن کې مسي کمبود وي ، د دماغ د سلولونو انرژۍ به يي کمه شي چه په نتيجه کې د انسان د حافظي لياقت ضعيف ، فکر يي ګډوډه او حرکت به يي غير منظمه شي ٠ بله د توجه وړ خبره دا ده چه د مسي عنصر هم د انسان په رګونو کې د پروتينو د رامنځته کيدو له پاره برمخبيونکې رول لري ٠ نو که د يوه سړي له پاره په بدن کې مسي د اوږدي مودي له پاره کمه وي ، د رګونو کلکوالي ، د زړه او داسي نورو ناروغيو سره به مخامخ کيږي ٠ په دي وروستيو کلونو کې د اړوندو علمي څيړنو له مخې د مسي عنصر د انسان د کمزورتيا او زوړتيا د مخنيوي ،د پوستکې او ويښتيانو د روغتيا د ساتنې او د سړو وهلو ساري ناروغيو او د ځينو سرطاني د ناروغيو د مخنيوي له پاره رول لوبولي شي ٠ د زړو کسانو له پاره د مسي عنصر د کموالي د ليري کولو له پاره خوراکونه يوه حساسه موضوع ده ٠ نو د دوي له پاره ښه به دا وي چه د مسي عنصر لرونکي خوراکونه زيات وخوري ٠ نو پوښتنه دا ده چه په کوم ډول خوړو کې د مسي ډير عنصرونه موجود دي ؟ د اړوندې څيړنې له مخې لومړي په سمندري پيداوارو کې زيات مسي موجود دي لکه ميګو ، ډول ډول کبان ، بر سيره پر دي دهګۍ
ژيړه برخه او د ژويو ځيګر ٠ دوهم په سره بانجانو ، نخودو او وچو ميوو کې هم ډير مسي موجود دي ٠ خو د توجه وړ خبره دا ده چه د دغو خوراکونو د خوړلو په وخت کې نوموړي خوراکونه بايد په خوله کې ښه نرم کړي شي چه دا په بدن کې د اخيستنې له پاره ګټور ه لاره ده ٠ دغه راز د ډوډۍ نه وروسته سم د لاسه ويتامين سي و نه خوري ، ځکه ويتامين سي په بدن کې د مسي د عناصرو پر اخيستنې باندې اغيزه لري ٠