<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-04-13 20:12:08    
دچين ښځينه پيلوټه ولی لی او ددی دلومړنی الوتنی ننداره

cri

څلور پنځوس دمخه دچين دلومړی نسل ښځينه پيلوټانی شين اسمان ته والوتلی . لږه موده دمخه دسين هوا اژانس خبريالی ژا يا جی د چين د خه بی ولايت په شيجاځوان ښار کښی ديوه نظامی يونټ دمتقاعدو منصبدارانو په هوساينځی کښی د چين د لومړی نسل د ښځينه پيلوټی ولی لی سره مرکه وکړه .په ١٩٥٢ کال کښی وی لی او ددی ٥٤ تنه جنګی ملګری دچين د دری سوو مليونو ښځو په نمايندۀ ګۍ دالوتکو په الوتلو سره شين اسمان ته والوتلی .له هغه وخت نه وروسته دچين دخلکو خپلی ښځينه پيلوټانی درلودلی دی .٧٨ کلنی وی لی دهغو کلونو دژوند ديادولو په وخت کښی خپلی خوږی خاطری په ډير خوشحالۍ سره را يادی کړی .
په ١٩٥٠ کال کښی وی لی په هوايی قووو د يوی سرتيری په توګه شامله شوه او لږه موده وروسته نوموړی د پيلوټانو د روزلو په مرکزکښی هم شامله شوه .په دی وخت کښی له ګردهيواد نه ټول ٥٥ تنه ښځينه پيلوټانی انتخابی شوی اوټولی
د زده کړی دپاره په مو دان جيان ښار کی دهوايی قواوو اووم هوايی ښوونځی ته وسپارلی شوی .دزده کړی په لسو مياشتو کښی دشرايطو دمحدوديت له امله دوی يوازی دالوتنی اړوندی تيورۍ زده کړی او الوتکی يی ونه چلولی .کله چه دښووځی څخه دفارغيدو نه وروسته دسی چوان ولايت ته ددندو دپاره وګمارل شوی او همدلته يی د الوتکو د الوتنی په تمرين کولو يی پيل وکړ .
په ١٩٥٢ کال کښی وی لی او ددی ښځينه جنګی ملګرو ته خبرتيا ورسيده او
پکښی ددوی څخه غوښتنه وشوه چه د مارچ په اتمه نيټه يعنی دښځو د بين المللی جشن په ورځ کښی په پايتخت بيجينګ کښی دنوموړو مراسمو د نمانځلو په ترڅ کښی دخپلو الوتکو په واسطه الوتنی وکړی او له دی لاری نړۍ ته اعلام وشی چه چين خپلی ښځينه پيلوټانی لری .د دغه خبر داوريدو نه وروسته وی لی او ددی خويندی ډيری خوشحاله شوی . وی لی دهغه حالت په يادولو کښی وويل چه د بيجينګ د اطرافو په هوايی ډګر کښی دتمرين کولو په وخت کښی مونږ ټولو کوشش وکړ او هيڅچا دا نه غوښتل چه تر نورو خويندو نه وروسته پاتی شی .که څه هم دالوتنی د تمرين کولو دنده ډيره سخته وه ، خو مونږ دغه سختی او ستړتيا نه احساسوله .دمارچ په اتمه نيټه دبيجينګ د اطرافو په هوايی ډګر کښی د الوتنی د پيل کيدو درانده مراسم پر ځای شول . په بيجينګ کښی دمختلفو هيوادو د لويوسفيرانو ميرمنی د بيجينګ دبيلا بيلو حلقو دښځو نماينده ګانی ، دهغه وخت دچين دهوايی قواوو قوماندان ليو يا لو او دچين دولسی ازادۍ بخښوونکی اردود عمومی سياسی رياست رئيس سيو خوا په درندو مراسموکښی حاضر وو .دالوتنی په دی ننداره کښی ګډون کوونکوالوتکود بيجينګ داطرافو له هوايی ډګر نه والوتکی ، بيا د تيان ان من ميدان له پاسه تيری شوی او په پای کښی هوايی ډګر ته بيرته ستنی شوی .وی لی وويل چه څرنګه چه دالوتنی دننداری په وخت کښی ښکته کتل داجازی وړ نه وو او مونږ بايدپه پوره ځير سره الوتکی چلولی وای ،نوځکه کله چه زمونږالوتکی دتيان ان من ميدان له پاسه تيری شوی مونږ بيخی خبر نه شوو چه په ميدان کښی څومره خلک وو او فضا يی څرنګه وه . وی لی را ياده کړه چه وروسته خبريال مونږ ته خبر راکړ چه دالوتکوننداره ډيره بريالی وه ، ټول هيوادوال او
ننداره چيان دزياتی خوښی وړ وګرځيدل
د الوتکو د الوتنی له نوموړی ننداری سره سم ټولی نړۍ ته اعلام وشو چه نوی چين خپلی ښځينه پيلوټانی لری ،دغو الوتنو او ننداری هم د نړۍ توجه او سترګی خانته راجلبی کړی او د مختلفو هيوادو مطبوعاتی ذرايعو ټولو په دی باره کښی راپورونه خپاره کړل .وی لی او ددی پيلوټی خويندی دالوتنی د ننداری په برياليتوب سره د خوشحالۍ په فضا کښی ډوبی شوی او ددوی سره ددولت رئيس ما ځه دون کتنی ددوی نيکمرغۍ او ښادۍ اوج ته رسولی وه .دمارچ په ٢٤ نيټه ماذيګر د مرکزی حکومت په مقر ځون نان خای کی رئيس ماو ځه دون ددوی سره ليدنه وکړه .وې لی دهغی خاطری ديادولو په وخت کښی وويل چه مونږ ټولی تردی حدی دخوشحالۍ په فضا کښی ډوبی شوی وی چه د هر يوی سترګی مو له اوښکو نه ډکی وی . مونږ کله چه په دومره نژدی فاصله کښی رئيس ماو وليد ، نو د ډيری نيکمرغۍ احساس مو وکړ .مونږ يوازی او يوازی دچکچکو په وهلو سره خپل احساسات څرګندولی شول . د لومړی نسل د ښځينه پيلوټانو د خاص مقام او اغيزی له امله دچين خلکووی لی او ددی پيلوټو خويندو ته زيات افتخارونه اومينی ورکړی وی
دمرکی کولو په پای کښی وی لی په پوره احساساتو سره وويل چه په ريښتياسره ډير وياړ زما په برخه شوی ځکه چه زه دنوی چين دلومړی نسل يوه پيلوټه يمه .زه يواميد هم لرم چه دنړی دهوايی اوفضايی چارو دچټک پرمختګ په نننيو ورځو کښی چين ژرتر ژره خپلی ښځينه کازميکی پيلوټانی وروزی .