د سينهوا اژانس د خبر له مخې د پاکستان او اذربايجان مشرانو د اپريل په ١٣ نيټه د ملګرو ملتو څخه ګډه غوښتنه وکړه چې مربوطې پريکړې تطبيق کړي ترڅو سيمه ايزې کشالې ليرې شي ، دواړو خواوو دا نظر څرګند کړ چې د ملګرو ملتو اصلاحات بايد د سلا مشورې نه وروسته د يو شان نظريې د ترلاسه کيدو پر اساس ترسره شي ٠ په همدې ورځ په يوه ګډه مطبوعاتي غونډه کې د پاکستان صدراعظم شوکت عزيز او د اذربايجان جمهوررئيس الييف چې اوس په پاکستان کې په سفر بوخت دی وويل د هند او پاکستان ترمنځ د کشمير د کشالې او د اذربايجاناو ارمنيا ترمنځ د ناګورنو کاراباخ په باب مسئله کې بايد يو دبل ملاتړ وکړي ، دوي د ملګرو ملتو څخه غوښتنه وکړه چې بايد ژر ترژره په دې دوو مسئلو کې مربوطې پريکړې د عمل ميدان ته ورسوي ٠ عزيز وويل پاکستان هيله لري چې د کشمير او ناګورنو کاراباخ په شمول ټولې کشالې په سوله ايزه توګه حل شي
|