
د چين د بين المللې راډيو د خبر له مخی :د افغانستان جمهوررئيس حامد کرزی د اپريل په ١٣مه نيټه په کابل کی د امريکی د ملی دفاع له وزير دونالد رامسفيلد سره يوه ګډه مطبوعاتې غونډه جوړه کړه او په دې غونډه کی يی له امريکی څخه غوښتنه وکړه چه د دايمې امنيت د ساتلو دپاره له افغانستان سره مرسته وکړی .
حامد کرزی وويل چه افغانستان هيله لری چه له امريکی سره دايمې روابط وساتې . هغه به په رسمې توګه د امريکی له جمهوررئيس بوش څخه غوښتنه وکړی چه د افغانستان دايمې امنيت تاُمين کړی . مګر هغه دا پوښتنې ته ځواب ورنه کړ چه په افغانستان کی د امريکی فوځ د دايمې نظامې اډې جوړيدلو ته به اجازه وی که نه ؟
د بل خبر له مخی : د کرزی د غوښتنې په مقابل کی د امريکی د سپنې ماڼې نطاق سکوت مکللان هيڅ تبصره ونه کړه .