<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-04-14 11:09:48    
امريکا به په افغانستان کی دايمی نظامی اډې جوړې کړی که نه؟

cri

د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی د اپريل په ديارلسمه نيټه د افغانستان جمهور رئيس حامد کرزي د امريکې د ملی دفاع له وزير دونالد رامسفليد سره خبرې اترې وکړې چی ناڅاپا يی افغانستان ته سفر وکړ. د نوموړو خبرو اترو نه وروسته په ګډه مطبوعاتی غونډه کی حامد کرزي له امريکې څخه غوښتنه وکړه چی د اوږدې مودې دپاره د افغانستان امنيت تامين کړی. د تحليلونکو په نظر د کرزي دغه رويه به په افغانستان کی د امريکې د دايمی نظامی اډو د جوړېدو دپاره ګامونه اوچت کړي.

حامد کرزي په مطبوعاتی غونډه کی وويل چی افغانستان هيله لری امريکا له افغانستان سره د اوږدې مودې دپاره اړيکې وساتی او د افغانستان امنيت تامين کړی. هغه څرګنده کړه چی دغه غوښتنه به د حکومت له لارې په رسمی توګه د امريکې جمهور رئيس بوش ته وړاندی شی، مګر هغه دې پوښتنې ته ځواب ور نه کړ چی په افغانستان کی به د امريکې د دايمی نظامی اډو د جوړېدو په باب اجازه ورکړی شی که نه؟ رامسفليد نوموړې پوښتنې ته هم ځواب ور نه کړ او و يی ويل چی امريکايی قواوې به د نظامی پوځونو د روزنې او د تجهيزاتو د برابرولو دپاره له افغانستان سره مرسته او د دواړو هېوادونو جمهور رئيسان به د نظامی اډو د جوړېدو په باب فيصله وکړی.

څو مياشتې مخکی د امريکې يوه سناتور چی پخوا افغانستان ته سفر کړی و نوموړی پيشنهاد وړاندی کړ. د افغانستان د مهم ستراتيجيکی مقام له امله دغه پيشنهاد فورأ د خلکو د توجه وړ وګرځېد.

افغانستان د اروپا او اسيا ترمنځ پروت دی، شمال ختيځې خوا ته يی چين، شمالی خوا ته يی تاجکستان، اوزبکستان او ترکمنستان ، لويديځې خوا ته يی ايران او جنوب ختيځې خوا ته يی پاکستان دی. د افغانستان مقام د جګړې په صورت کی ډېر زيات اهميت لری. د ٢٠٠١ کال نه راهيسی د ترهګرۍ پر ضد له جګړې څخه په استفادې سره افغانستان ته د امريکايی پوځونو په ورلېږلو پيل شوی دی. اوس په افغانستان کی امريکا اتلس زره تنه عسکران او دری نظامی اډې لري. که په افغانستان کی د امريکې دايمی نظامی اډې جوړې شی، نو امريکا حق لری چی په څه وخت او صورت کی له داسی اډې څخه استفاده وکړی. د روان کال په مارچ د امريکايی پوځونو د يوه مامور په قول، امريکايی قواوی به د دری اتيا مليونو امريکايی ډالرو په لګولو سره په نوموړو درو اډو کی د دوو نظامی اډو ابادۍ پياوړی کړی. دغه عمل په افغانستان کی د دايمی نظامی اډو د جوړېدو دپاره يو مهم قدم بلل کېږی.

تحليلونکو دې ته اشاره وکړه چی د امريکې مقصد نه يوازی دا دی چی په افغانستان کی د القاعدې د سازمان پاتی غړي او طالبان له منځه يوسی، بلکه د خپلو ګټو د تامين دپاره هم دی. که په افغانستان کی دايمی نظامی اډې جوړې شی، نو امريکا د اروپا او اسيا ترمنځ مهمه لاره کنترولولی شی، څو چی له ايران سره د مبارزې دپاره اسانتياوی برابر کړی او چين، روسيې، هند او پاکستان ته خطر ورسوی. امريکا به هېڅ کله له دې مهم فرصت څخه لاس و نه اخلی.

لومړی، امريکا ايران شيطانی محور بولی، په دې وروستيو وختونو کی يی د ذروی مسئلې له امله په ايران باندی پر له پسی فشار اچولی دی. که امريکا د ايران له

ذروی تأ سيساتو سره مبارزه وکړی، نو د افغانستان د هرات په ولايت کی د شيندند په نامه نظامی اډه به ډېر مهم رول ولوبوی. دغه اډه په افغانستانه کی تر ټولو نه لوی هوايی نظامی اډه ده چی د کابل په شمال برخه کی د بګرام په نامه له امريکايی نظامی اډې څخه زيات دی او له ايران څخه يوازی شپېته کيلو متره واتن لری چی د امريکايی قواوو د ژر حملې دپاره تضمين کولای شی.

دوهم، په دې وروستيو کلونو کی امريکې تل له چين څخه د راغلی تهديد په باب تيوری تبليغوی. تحليلونکو دې ته اشاره وکړه چی د چين د کنترول دپاره، امريکايی قواوی تل غواړی چی د چين په ګاونډيو هېوادونو کی له امريکايی نظامی اډو څخه په استفادې سره چين احاطه کړی، نو افغانستان ډېر زيات اهميت لری. د افغانستان د کنترول نه وروسته امريکا له لويديځې برخې څخه چين ته خطر پېښولی شی او روسيه هم محاصره کولای شی.

علاوه پر دې، د جنوبی اسيا په سيمه کی ډېر زيات نفت او طبيعی ګاز شته. د افغانستان د کنترول نه وروسته امريکا به د دغې سيمې صنايع په لاس کی ونيسی،د منځنی ختيځ او شمالی افريقې د نښلولو په واسطه به په نړۍ کی د نفت او طبيعی ګاز د توليد مرکز کنترول کړی او په عين وخت کی به له افغانستان څخه په استفادې سره هند او پاکستان تر نظارت لاندی ونيسی.