د المپيک سپورتی لوبی په لرغونی يونان کی پيل شوی او په لرغونی او معاصرو مرحلو سره ويشل کيږی . لرغونی يونان يو افسانه أيز شاهی ملک ؤ او په لرغونی زمانه کی د المپيک د سپورتی لوبو د پيل په باره کی ډيری افسانوی قصې د خلکو په منځ کی خپری شوی وې .
( د پلار او زوی ترمنځ سيالی )
د يوې افسانې له مخی زوس د ټولو ربانو او الههاؤ مشر ؤ او د هغه پلار زوس ته د سلطنت د تاج دسپارلو خيال درلود . مګر و يی غوښتل چه د نوموړی پريکړی نه مخکی د خپل زوی د لياقت او استعداد له ازموينی څخه کار واخلی او ورسره سيالی وکړی . که زوس ور باندی غلبه وکړی ، نو هغه به د سلطنت تاج خپل زوی ته وسپاری .
زوس داسی فکر وکړ چه پلار می ښه او غښتلی صحت او ډير زور لری ، ايأ دا چه د سيالی په ترڅ کی به پر پلار باندی غلبه وکولی شم که نه ؟ او د خپل ځان قوت راته هم معلوم نه دی ،مګر په هيڅ وجه دغه غوره فرصت له لاسه ورنه کړم . په دی توګه د څوشپو او ورځو دسختو سياليو نه وروسته بالاخره زوس پر خپل پلار باندی بری وموند . په سيالی کی د برياليتوب لپاره او د ټولو ربانو په توګه د سلطنت د تاج د لاس ته راوړلو په خاطر زوس حکم وکړ چه د نمانځنی يو ستر او مجلل مراسم جوړشی او په يوه وخت کی ورزشی لوبی او سيالی د نوموړو فعاليتونو د يوی برخی په توګه هم سرته ورسيدی . د همدی افسانوی قصی نه مونږ ته دا څرګنده شوی چه د ټولو ربانو او الههاؤ د مشر په حيث زوس د لرغونی زمانی د المپيک د سپورتی لوبو موسس وګرځيد .