<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-04-15 09:36:09    
د افغانستان د پارلمان د انتخاباتو دپاره د کانديدانو د نومونو د ثبتولو کار به د روانې مياشتې په پای کی پيل شی .

cri

د سين هوا اژانس د خبر له مخی : په افغانستان کی د م م د مرستندوی هئيت يوې نطاقې د اپريل په ١٤مه نيټه په کابل کی وويل چه د افغانستان د پارلمان د انتخاباتو دپاره د کانديدانو د نومونو د ثبتولو کار به په د روانې مياشتې له پايه نه د مې تر ١٩مې نيټې پوری ترسره شی .

نوموړې نطاقې وويل هرڅوک چه غواړې په دې انتخاباتو کی ګډون وکړی او د انتخاباتو له غوښتنې سره سمون وخوری بايد د نوم ثبتولو په خاص دفتر کی خپل نوم ثبت کړی .هغه څرګنده کړه چه د پارلمان د نمايندګانو د مجلس دپاره د کانديدانو عمر خامخا له ٢٥کلونه زيات وی او د ولايتې شورا د کانديدانو عمر خامخا له ١٨کالونه زيات دی . په عين وخت کی کانديد خامخا د طرافدرانو د لاسليک شوی نومونه او په بانک کی د خپل پس انداز تصديق نامه وړاندی کړی .