
د سينهوا اژانس د خبر له مخی د هالنډ راډيو د اپريل په ١٤ نيټه خبر ورکړ چی د هالنډ حکومت فيصله وکړه چی افغانستان ته به ١٦٥ تنه د جنګی بيړيو سرتيری او د ضربتی قواوو سرتيری ور وليږی .
نوموړی سرتيری به د اپريل په ١٨ نيټه افغانستان ته د سفر دپاره حرکت وکړی او د افغانستان په هغو جنوب ختيځو سيمو کی به ميشته شی چی طاليبان پکی لاهم فعال دی او د څلورو مياشتودپاره به وظيفه په غاړه واخلی .
د خبر له مخی د دوی عمده وظيفه دا ده چی په نوموړو سيمو کی د اوضاعو ثابت ټينګ او د افغانستان د مرکزی حکومت قدرت تامين کړی .