د سين هوا اژانس د خبر له مخی په م م کی د پاکستان دايمی نماينده منير اکرم د اپريل په څوارلسمه نيټه د پاکستان د دولتی ټليويزيون په يوه مرکه کی وويل چی پاکستان هيله لری چی د م م د امنيتی شورا په باب اصلاحات د مختلفو خواوو له خوا د ګډو نظريو د تر لاسه کولو پر اساس تر سره شی. اکرم وويل چی د م م د امنيتی شورا د اصلاحاتو په باب ټولې فيصلې بايد د رايی کولو له لاری د اکثرو هېوادونو له خوا تصويب شی. هغه زياته کړه چی پاکستان غواړی چی غير دايمی غړی هېوادونه د م م په امنيتی شورا کی وينا وکولای شی، نه دا چی نوی دايمی غړی هېوادونه زيات کړی. د اوسنيو بين المللی اوضاعو سره سم د م م اصلاحات ډېر ضروری دی، مګر بايد د دې اصلاحاتو د تر سره کولو دپاره يوه موده و نه ټاکل شی. هغه دا څرګنده کړه چی پاکستان هيله لری چی د م م اصلاحات د غور نه وروسته تر سره شی.
|