<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-04-15 18:57:11    
سره وداني او د تيان من لوژ

cri

 چين ته د سفر په ننني خپرونه کې به د چين دوه يادګاري وداني يعني سره وداني او تيان من تاسو ته معرفي کړو ٠
قدرمنو دوستانو د چين پايتخت بيجنګ يو اوږد تاريخ لرونکي ښار دی ، د چين په پخواني تاريخ کې زياتې مهمې او اهميت درلودونکې پيښې په دې ښار کې رامنځته شوې ٠ نو په دې وجه په بيجنګ کې ډير موزيمونه او يادګاري ځايونه موجود دي چې د تاريخي شواهدو په توګه راپاتې او جوړشوي دي ، د چين د مشهور پوهنتون يعني د بيجنګ پوهنتون پخواني ځای چې د سرې ودانۍ په نامه ياديده او تيان من له ډير تاريخي شواهدو څخه دوه ستر اهميت لرونکي او تاريخي شواهد دي
يوې ښځينه سياحې چې ليوي اې لينګ نوميږي وويل زما په نظر دا وداني خپل ځانګړي خصوصيت لري او د څه دپاسه اتياو کالو نه مخکې يوه د پاملرنې وړ وداني ده او ستر اهميت لري ٠ دا وداني د بيجنګ ښار په منځني برخه کې د ووسي په نامه لوي واټ کې واقع ده ، چې پخوا د بيجنګ پوهنتون په همدې ځای کې پروت واوخلکو ورته سره وداني ويله ، دا ځای د ١٩١٩ کال د مې د څلورمې ورځې د چين د ځوانانو د جنبش زيږنځی و او د ٨٧ کالو نه مخکې جوړه شوې ده ٠ سره وداني پنځه پوړيزه وداني ده چې پر ځمکې باندې يې څلور پوړونه او تر ځمکې لاندې يې يوه طبقه لري ٠اوس دا وداني د يوه موزيم په توګه خلکو ته پرانيستل شوې ده
خلک ولې دې ودانۍ ته سره وداني وايي ، ددې موزيم توضيح کوونکې نجلۍ دوان دونګ دونګ وويل څرنګه چې داوداني د سرو خښتو څخه جوړه شوې او ټوله وداني يې سور رنګ لري نو ځکه نوموړي وداني ته سره وداني وايي ٠ سره وداني ولې
د يوه يادګاري ځای په توګه راپاتې او ساتل شوې ده ، علت يې دا دی چې د ٢٠ پيړۍ په دوهمه لسيزه کې د چين يو شمير روښان فکرو او تعليم يافته منورينو شخصيتونو په دې ځای کې زده کړه کوله او يا کار يې کاوه ، ددې ودانۍ د ادارې مرستيالې ميرمن ګوجون اينګ وويل د شلمې پيړۍ په دوهمه لسيزه کې په سره ودانۍ کې زيات نوي او روښان فکره او ايډيالوژي لرونکي ځوانان او منورين راغونډ شول او په دې ځای کې يې د چين د اصلاح کولو لارې چارې لټولې ، له هغو زياتو مشهورو شخصيتونو څخه ماو ځه دونګ يو ډير ممتاز او وتلی زلمی و ، هغه پخوا په سره وداني کي د کتابخانې د اداره کوونکي په توګه کارکاوه او په دې ځای کې يې د مارکسيستي تيوري مصالعه کوله او د چين په کمونيست ګوند کې يې ګډون وکړ او د چين د انقلاب په اوږده موده کې يې د چين د کمونست ګوند د رئيس او د خلکو د سترﻻرښوونکي په توګه ستر رول ولوباوه ٠
پرته د سرې ودانۍ څخه د بيجنګ په ښار کې يوه بله مشهوره وداني هم شته چې تيان من نوميزي ، د ١٩٤٩ کال د اکتوبر په لومړې ورځ د چين د خلکو لوي مشر ماو ځه دونګ د تيان من په لوژ کې ټولې نړۍ ته په جديت سره اعلان وکړ چې د چين ولسي جمهوريت تاسيس شو
د تيان من پخوانی نوم څنګ تيان من و او د پنځلسمې پيړۍ په لومړنيو کلونو کې د مين امپراطور لخوا جوړشو ٠ د اوولسمې پيړۍ په موده کې چې د چينګ د امپراطورانو لخوا د د څنګ تياﻻن من پر ځای د تيان من نوم ورکړشو اودا نوم يې تر اوسه پوري دوام لري ٠
د تيان من د ودانۍ لوړوالی ٣٤ مترو ته رسيږي ، د امپراطوري په سلسلو کې د
تيان من وداني د امپراطورانو د شاهي اعلانونو د صادرولو ځای و ، خو اوس تيان من د چين د ولسي جمهوريت په يوه ملي نښان بدل شوی دی ٠
د تيان من ودانۍ په وړاندې يو ډير لوي ميدان شته چې د تيان من د ډګر په نامه ياديږي ، اوس د تيان من وداني او لوي ډګر د ملي جشن او نورو مهمو لويو غونډو د جوړيدو او د خلکو د ساعت تيري د ځای په توګه ګرځيدلی دی ٠
د تيان من دودانۍ په لوژ کې يوه ايتالوي مسافر ښاغلی سوفيلي د ډيرې ستاينې په لهجه وويل د تيان من ميدان بيخي پراخ ، غټ او ډير ښکلی دی ،او د تيان من وداني د ماڼۍ په شان ښکلې ده ،نوموړي وداني او ډګر ما ته ژوره خاطره پريښودلې ده ٠
محترمو دوستانو همدا اوس مو د چين د دوو ځايونو يعني د سرې ودانۍ او د تيان من ودانۍ په باب معلومات تاسو ته وړاندې کړل ٠