<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-04-15 20:21:09    
د اوپرا ګانو او ډرامو په هکله د بېجينګ دريم بين المللی فيستوال د خلکو په لوی تالار کی پرانستل شو

cri

 د ٢٠٠٤ کال راهيسی په بېجينګ کی د اوپرګانو او ډرامو په هکله د بين المللی فيستوال د دوهم ځل دپاره جوړ شويدی . د ٢٠٠٥ کال د اپريل په اتمه نيټه د چين د خلکو په لوی تالار کی د اوپراګانو او ډرامو په هکله د بېجينګ دريم بين المللی فيستوال پرانستل شو. د سږ کال دپاره د دغه فيستوال په شلو ورځو کی به په زړه پوری نونس چينی او بين المللی اوپرګانی او ډرامې به د بېجينګ په اتو لويو کنسرتونو کی پنځوس ځله نمايشونه وړاندی کړي. د هنر او کلتور په نننی پروګرام کی به تاسو ته د اوپراګانو او ډرامو په هکله د بېجينګ د دريم بين المللی فيستوال په باب څه معلومات وړاندی کړو.
د بېجينګ د بين المللی موزيک د فيستوال او د بېجينګ د بين المللی نڅاوو د فيستوال په څير د اوپراګانو او ډرامو په هکله د بېجينګ بين المللی فيستوال د بېجينګ په ښار کی په لويو کلتوری فعاليتونو کی ډېر مشهور دی او د بېجينګ د کلتوری چارو د انکشاف دپاره مثبت رول لوبوی. د سږ کال دپاره د اوپرګانو او ډرامو په هکله د بېجينګ دريم بين المللی فيستوال د چين د کلتور د وزارت، د چين د ادب او هنر د اتحاديې او د بېجينګ د ښاروالی له خوا په ګډه سره جوړېږی.
د سږنی فيستوال يو ستر خصوصيت دا دی چی د اوپرګانی او ډرامې په برخه کی د متخصيصانو او مشهورو پوهانو په ګډون د دې دپاره يوه هنری کميټه جوړه شويده چی د تماشا وړ اوپرګانی او ډرامې وټاکی. په نوموړی فيستوال کی د اکثرو
ټکټونو بيه تر پنځوسو ژن مين بی يوانو کمه ده، څو چی په ډېر شمېر ننداره کوونکی چی رنګا رنګ اوپرګانی او ډرامې خوښوي په کنسرتونو کی د په زړه پوری نندارو تماشاوکړي.
علاوه پر دې په سږنی فيستوال کی د لا زياتو اوپراګانو او ډرامو مينه والو د ګډون دپاره، د نوموړی فيستوال په بهير کی به د بېجينګ د دارالمعلمين پوهنځي، د چين د ولسی پوهنځي او د شی دن په نامه د کلتوری ميدان په شمول په يو شمېر پوهنځيو، اوسېدونکی ناحيو او کلتوری ميدانونو کی د اوپرګانو او ډرامو د معلوماتو په هکله يو لړ راز راز فعاليتونه جوړ شی.
نوموړی فيستوال د کسابلانکه په نامه د امريکايی مشهورې ډرامې د نندارې په وړاندی کولو سره پيل شوی چی د وارنر په نامه د امريکې نامتو فلمی شرکت له خوا جوړه شوی ده او په همدې ورځ د يوه نامتو چينی هنرمند سن باو له خوا جوړه شوی موزيکی ډرامه چی زرينه شګه نومېږی هم وښودل شوه، د کتنې نه وروسته اکثرو کتونکو نوموړې دوه ډرامې خښوي. د روان کال په سر کی د دولت له خوا د ښو هنری اثارو په توګه انتخاب شوی لس اوپرګانی او ډرامې به وار په وار په دغه فيستوال کی نندارې ته وړاندی شي، لکه د طوفان په نامه ډرامه او د هی که ای په نامه د ماشومانو دپاره ډرامه، تر څو د دغه فيستوال يوبل ستر خصوصيت وګرځی. علاوه پر دې زيات شمېر ډېری ښې ډرامې به په دغه فيستوال کی کتونکو ته وړاندی شي او د دې فيستوال د پای ته رسېدو په مراسمو کی به د يانګ جيا جيانګ په نامه د بېجينګ اوپرا وښودله شی.
د مربوطو متخصيصانو په نظر د تېرو دوو فيستوالونو په نسبت سږنی فيستوال لا زيات چينی او خارجی هنرمندانو او هنری هئيتونو ته بلنه ورکړيده او
نوموړی هنرمندان او هنری هئيتونه به د دې فيستوال د مختلفو ډرامو د جوړېدو او ننداره کېدو په بهير کی برخه واخلی ، تر څو د دغه فيستوال لا لوړه هنری سطحه او سويه څرګنده شی.
ګرانو اورېدونکو، همدا اوس مو د اوپرګانو او ډرامو په اړه د بېجينګ د دريم بين المللی فيستوال په هکله څه معلومات واورېدل. د هنر او کلتور نننی پروګرام په همدې ځای پای ته ورسېد. هيله ده چی زمونږ پروګرام ستا خوښ شوی وی. ستاسو د روغتيا په هيله!