<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-04-16 17:19:06    
پوښتنو ته ځواب

cri

رمز—وانګ جانی اوس خو د اوريدونکو پوښتنو ته د ځواب برخه راسيدلی ده . ټولو ته معلومه ده چه د ٢٠٠٨کال د اولمپيک سپورتې لوبی به په چين کی جوړی شی . اوس په چين کی خلک د اولمپيک سپورتې لوبو د جوړولو دپاره په شوق او ذوق سره ډول ډول کارونه کوی . ځينو اوريدونکو په خپلو ليکونو کی د اولمپيک سپورتې لوبو سره علاقه ښودلی ده . دوی غواړی چه په دې برخه کی څه معلومات تر لاسه کړی ، نو په دې مناسبت به تاسو د پروګرام په دې برخه کی د اولمپيک د سپورتې لوبو په باب څه معلومات وړاندی کړی .

وانګ – ښه ده ، ګرانو دوستانو اوس به زه د اولمپيک د دوبنې سپورتې لوبو په باب څه معلومات وړاندی کړم . د اولمپيک دوبنې سپورتې لوبې چه په هر څلورو کالونو کی جوړيږی په ١٨٩٦ کال کی د لومړی ځل دپاره د يونان په اتن کی جوړی شوی . تر ٢٠٠٤ کال پوری د اولمپيک ٢٨دورې سپورتې لوبې جوړ شوی دی ، مګر د دوو نړيوالو جګړو له امله په يوازی ٢٣ دورې لوبی جوړ شوی دی .

په لرغونې يونان کی يوازی سړی په لوبو کی د ګډون کولو اجازه درلوده ، نو له دې امله ښځو د ١٨٩٦ کال د اولمپيک په سپورتې لومړنې لوبه کی برخه وانه خيستله . ښځينه ورزشکارانو په ١٩٠٠ کال کی د لومړی ځل دپاره د اولمپيک د دوهمې دورې په سپورتې لوبو کی برخه واخيستله کوم چه د فرانسی په پاريس کی جوړی شوی .په هغه وخت کی د اولمپيک د دوهمی دورې لوبې په پاريس کی د نړۍ د نندارتون د يوه برخی په حيث تر سره شوی ، نو کوربه هيواد فرانسی په دې لوبې کی

د ګډون کولو دپاره خپل ښځينه ورزشکاران وليږل. له دې نه وروسته ، د انګليستان او امريکې په شمول ځينو هيوادونو په دی لوبو کی د ګډون دپاره هم په جلا جلا توګه خپل ښځينه ورزشکارانی وليږلی . ١٩تنه ښځينه ورزشکارانو د اولمپيک د دوهمی دورې په سپورتې لوبو کی ګډون وکړ . که څه هم نوموړو ښځينه ورزشکارانو يوازی د تينيس او ګولف په مسابقو کی برخه واخيستله او د اولمپيک بين المللې کميټې له خوای رسمې اجازه نه ؤ تر لاسه کړی، مګر د نوموړی دورې لوبې د اولمپيک د سپورتې لوبو په تاريخ کی يوه ډيره مهمه لوبه وه .

په ١٩٠٨ کال کی ترکی ورزشکارانو د اسيا د وچې د استازی په حيث د اولمپيک د څلورم دورې په سپورتې لوبو کی ګډون وکړ چه د انګليستان په لندن کی تر سره شوی. تر هغه وخت پوری د نړۍ د پنځو وچو ورزشکارانو د لومړی ځل دپاره په ګډه توګه د اولمپيک په سپورتې لوبو کی ګډون وکړ او دا دوره د اولمپيک په عصری تاريخ کی تر نورو لوبو ډير ارزښت لری .

د ١٨٩٤ کال د اولمپيک د لومړی دوری سپورتې لوبې د تدارکاتو په وخت کی د اولمپيک بين المللې کميټې چين ته بلنه ليک وړاندی کړ ، مګر په هغه وخت کی د چين د چينګ حکومت ځواب ورنه کړ. په ١٩٣١ کال کی د چين ملی سپورتې ټولنې د اولمپيک بين المللې کميټې له خوا د چين د اولمپيک کميټه وټاکله او له همدی نيټې څخه چين په رسمې ډول د اولمپيک په تاريخ کی ګډون وکړ . په ١٩٣٢ کال ی د چين ورزشکارانو د لومړی ځل دپاره د امريکی د لوسانجلس د اولمپيک د لسمی دورې په سپورتی لوبو کی ګډون وکړ . د ١٩٨٤ کال د جولای په ٢٩مه نيټه د چين ورزشکار شيو خای فونګ د امريکی د اولمپيک د ٢٣م دوری په

سپورتې لوبو کی د توپنيچی په مسابقه کی د ٥٦٦ کړيو په ويشتلو سره طلايی ميدال تر لاسه کړ چه دا طلايی ميدال د دې لوبې لومړی طلايی ميدال او هم د چين د ورزشکارانو له خوا ګټل شوی لومړی طلايی ميدال و.د ٢٠٠١ کال د جولای په ١٣مه نيټه د اولمپيک بين المللې کميټې په ١١٢م غونډه کی اعلان وکړ چه د اولمپيک د ٢٠٠٨کال سپورتې دوبنې لوبې به د چين په بېجينګ کی جوړی شی .

د اولمپيک د ورزش روحيه لا چټکتيا ، لوړتيا او غښتتيا ده چه دا هم د ګڼ شمير لوبغاړو دايمی هدف ګڼل کيږی . دوی د اولمپيک په سپورتی ميدان کی سختې مبارزی کوی او ډير ښه موفقيتونه تر لاسه کوی ، نو دوی د خلکو په زړونو کی د قهرمانانو په حيث بلل کيږی . اوس په چين کی خلک د ٢٠٠٨ کال سپورتې دوبنې لوبی د برياليتوب د تر لاسه کولو دپاره کوشش وکړی .

محترمو دوستانو ! دا وه د چين د يوه وتلی سرتيری د ژوند بيلګ، د مونږ او امريدونکو خپرونه په همدی ځای پای ته ورسيده . ستاسو د کاميابی او خوشحالی په هيله .