<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-04-17 09:36:47    
مشرف نوی ډيلی ته رسيدلی او هند ته يی په غيررسمی مسافرت پيل کړيدی

cri

د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی، د پاکستان جمهوررئيس پرويز مشرف د اپريل په ١٦ نيټه ماښام  نوی ډيلی ته رسيدلی او هند ته يی په خپل دوه ورځنی غيررسمی مسافرت پيل کړيدی٠

جمهوررئيس مشرف هند ته د تګ نه مخکښی په يوه وينا کښی غوښتنه وکړه چه بايد ژر تر ژره د کشمير خلک د کشمير د مسئلې د حل په باب د پاکستان او هند ترمنځ د ديالوګ په بهير کښی ومنل شی٠

هند ته د جمهوررئيس مشرف د سفر عمده هدف د هند د صدراعظم سينګ په بلنه د پاکستان او هند ترمنځ د کرکيت د مسابقې کتل دی٠ خو د دواړو خواوو د ترتيباتو له مخی، د مسافرت په موده کښی به مشرف  له صدراعظم سينګ او جمهوررئيس عبدال کلام او د هندی کشمير له مشرانو سره کتنې او خبرې اترې وکړی٠