<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-04-17 17:15:14    
خپله ژبه (٢)

cri

هو ! ژبه ملت دی او د ژبی خدمت د ملت اساسی خدمت دی چه فيض او برکت يی ټول ملت ته رسيږی او قرنونه يی نشی محوه کولی .

دغه قصرونه او ماڼی ، دا فابريکې او کارخانې ، دغه لارې او سرکونه ، دغه بندونه اونهرونه چه نن جوړيږی بی ارزشه نه دی او د وطن په خدمت کی حسابيږی ، مګر دژبې احيا او ترقی ډير ستر او مهم خدمت دی .

هغه مولفين او مترجمين په يوه ژبه کی علم او معنی ږدی او ادب ژوندی کوی ، د شکسپير پيروان دی او ډير لوی کار سر ته رسوی .

پښتانه پوهان بايد دی خبرې ته ښه ملتفت شی چه پښتو په اوسنی وخت کی هيڅ نلری او د خپلو پوهانو فکری او قلمی مرستی ته ډير زيات احتياج لری . د پښتنو معنوی مرګ او ژوند په پښتو پوری ارتباط لری او دپښتو ژوند د پښتنو ژوند دی .

نور خلق په دې فکر کی دی چه افراد د علم او سواد خاوندان کړی او په سول کی يو تن هم بيسوداده نه وی ، مګر مونږ لاژبه د پوره سواد خاونده کړی نه ده او ډير ابتدايی حال کی ده . که يو پښتون دپښتنو لهمستقبل سره څه لږه ډيره علاقه لری او د ژبې اهميت پيژنی ، که څوک غواړی چه لهپښتو اوپښتون سره بی مينی نه وی او دخپل اجتماعی شعور ثبوت ورکړی . د پښتو لهخدمت نه بايد ځان محروم پری نږدی او دخپلې پوهې په اندازه پښتو ته علمی او ادبی خدمت وکړی .

که يو پښتون سره له يو څه پوهې يوازی دخپل عيش او راحت دپاره کار کوی او دژبی لپاره هيڅ نه کوی سبا به ښهنه معلوميږی او نن به يی هم په څيره باندی بل شان ګرد پروت وی .

پښتو ژبه د ټولو پښتنو مشترک ناموس دی او دپښتنو علمی او ادبی حيات ورپوری تړلی دی . که دپوهې او سواد خاوندان پښتنو ته دخير رسولو فکر لری ، پښتو ژبه دی نه پيروی او دپښتو علمی او ادبی خدمت دی په ځان فرض وګڼی .

هغه پښتانه چه نن څه قدر علم او پوهه لری که په هرکار کی وی او په هرځای کی وی مونږ نه وايو چه خپله ګته ، خپل مقام او منصب دی پريږدی او خاص د پښتو خدمت ته دې ځان وقف کړی ، ځکه چه دغه راز تکليف يو نيم سړی په ځان باندی ايښودلی شی نه په بل چا باندی ، مګر دپښتو دپاره دعلم او ادب اعانه غوښتل او په کال کی کوم اثر ليکل کوم ډير لوی تکليف نه دی .

مونږ وينو او ګورو چه ځينی پښتانه چه پښتو يی مورنی ژبه ده له لوړو مدارسونه راوتلی دی يا د مطالعې له لارې د علمی معلوماتو خاوندان دی او په يوه خارجی ژبه هم پوهيږی ، مګر د دوی د علم او پوهې هيڅ اثر په پښتو کی څوک نه وينی اوپښتو ته د خپل فضيلت له ګنجه څخه څه نه ورکوی ، ځکه چه دوی ته نور رسمی وظايف ور په غاړه دی او په مهمو ؟ کارونو مشغول دی . مونږ جريت نشو کولی چه داسی خلقو ته ووايو چه تاسی خپلې چارې پريږدی او شپه ورځ د پښتو خدمت وکړی مګر که دا اميد وکړو چه کله کله دی دپښتو پهلمن کی څه اچوی او دخپلې پوهې زکات دی پښتو ته ورکوی ډير جسارت به نه وی .

له خپل حکومت نه م ارزو لرو چه پښتو دپښشرفت اوترقۍ وسايل په زياته اعتنا ولټوی او دا ژبه روزی او پردی حکومتنه يی محوه کوی يعنی دخپل او پردی حکومت اصلی اواساسی فرق همدغه دی !