<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-04-17 17:30:52    
چينايان د جنيس د رکاردونو په ماتولو بوخت دي

cri

ټولو ته معلومه ده چه چين په نړۍ کی داسي هيواد دی چه ډير نفوس او اوږد ديوال لری ٠ د جينس د نړيوال رکاردونو د شرکت د ارتباط د څانګې د مدير د کوشش په اثر، اوس په چين کی ډير کسان د جنيس د رکاردونو په جوړولو بوخت دي . په نننی پروګرام کی به تاسو ته په دي هکله په زړه پوری معلومات وړاندی کړو٠

د جنيس رکاردونو په نامه کتاب چه د تيرې پيړۍ په نهمه لسيزه کي په چينی ژبه چاپ شو او د پيرودلو کلني شمير يی دېرشو زرو ته ورسيد٠ په چين کی د نوموړی شرکت د ارتباط د څانګې مدير وو شياو حونګ چه شپږدېرش کلن دی، اوس د يو ګروپ په مشرۍ په ګرد چين کی په سفر بوخت دی څو چه د جنيس د رکارد د جوړولو په باب خبرونه راټول کړي ٠ په تير کال کی دوی شل رکاردونه تصديق کړل چه پکی په نړۍ کی د ودانی هغه نمونه چه د تازه ګلونو څخه جوړه شوېده ،. لوړوالی يی دری ويشت اعشاريه دوه شپږ مترو ته ورسيد ، په نړۍ کی تر ټولو لوی دو فو چه د لوبيا څخه جوړ شوي يو ډول خوراک دی ، وزن يي درو زرو يو سلو شلو کليو ګرامو ته ورسيد ٠ د ٢٠٠٥ کال د جنيس د نړيوالې رکاردونو په مجموعه کی ياد شوي شل فيصده د چينايانو لخوا ټينګ شوی دی چه شمير يي له سلو نه زيات و ٠

د وو شياو حونګ دفتر د چين په شمال لوېديځ ښار شن يانګ کی پروت دی٠ هره ورځ لږ تر لږه پنځه کسان دي دفتر ته تليفون کوي چه وايي دوي د جنيس رکاردونه ټينګ کړيدي ٠څو ورځې دمخه ، يوې ښځې د ده دفتر ته تليفون وکړ چه وايی هغی په نړۍ کی د سريښنا کو ور بجو ترټولو لوی کيک پوخ کړي دی٠

د جنيس د رکاردونو د جوړېدو په برخه کی چين د امريکی او بريتانيی سره ليری واټن لری ٠ په ١٩٥٥کال کی د جنيس د رکاردونو په نامه کتاب د خپرېدو راهيسی ، امريکې او بريتانيی تل د نورو هېوادونو په نسبت ښه مقام ګاته٠ مګر د لندن د جنيس د رکاردونو د مقر ښځينی نظاقی لو لا وويل چه اوس چين په لومړنيو لسو مقامونوکی ځای لری او د چين مقام د لوړتيا په حال کی دی٠

ميرمن وو شياو حونګ وويل چه د چين نفوس په نړۍ کی تر ټولو زيات دی ، نو مونږ د خپلو ډېرو وګړو په واسطه د جنيس رکاردونه جوړولی شو ، مثلا په يو وخت کی د شن جن د يو لس زره ماشومانو د غاښونو د پاکولو فعاليت، نو چين د جنيس رکاردنونو د قايمېدو په برخه کی زيات امکانات لری٠

د معلوماتو له مخی، د هغو پروګرامونو شمېر چه د جنيس د رکاردونو د مقر لخوا منل کېدای شی ، په سلو کی لس برخه نيسی او ډېر نور پروګرامونه د ميرمن وو لخوا تصويب کېداي نه شی مثلا يو تن وايی چه هغه په خپل مخ کی په سل ګونو نقره يی ستنی ښخولی شی، د شينجيانګ څخه راغلی شي لونګ بانګ په هره ثانيه کی د څلورو ځلو په سرعت په مسلسلو څلورو ساعتونو کی خپلو غوږونو ته حرکت ور کولی شی، د نان چانګ ولايت څخه راغلی ليو کی مين هم د دوی په شان دی، هغه د سګريتو د يو ځل څکلو نه وروسته د لوګی اتيا کړۍ ايستلی شی ٠ مګر د شن يانګ څخه راغلی څلويښت کلن ښاغلی جاوګوانګ له نيکمرغه بريالی شو٠ هغه په مسلسلو څو ساعتونو کی په يوه ګوته د باسکتبال توپ څرخوی ٠ ميرمن وو شياو حونګ وويل چه ښاغلی جاو ګوانګ د ټکسی موټروان دی او دا لوبه يی وګټله او کله چه هغه په رسمی توګه د ريکارد د قايمونکی په توګه وګڼل شو ډير هيجانی احساسات يی څرګند کړل مونږ هغه ته په دی باب تصديقنامه ورکړه او

له دی امله دده ژوند بيخی بدل شوی دی ٠ علاوه پر دی هغه په تليويزيونی پروګرام کښی خپل عجيب مهارت وښود ٠

د ميرمنی وو شياو حونګ په نظر د جنيس د ريکاردونو د جوړېدو په برخه کی د چينايانو د شوق او ذوق څخه څرګنديږی چه چين د پرمختګ په حال کی دی٠ هغې وويل چه چينايان د خپل ژوندانه د سطحی د لوړتيا سره سره زيات وخت د خپلی علاقی وړ په لوبو کښی تيروی٠ په زيات شمير خلکو د هيواد له بيلا بيلو سيمونه مونږ ته تليفونونه کوی او هيله څرګندوی چه د جنيس په نړيوال ريکارډونو کښی يی نوم ثبت شی٠ دوی دا احساس کړی دی چه د جنيس د نړيوالو ريکاردونو په نامه کتاب د خپل مهارت د ښودلو ميدان ور ته برابر کړی دی ٠ اوس چه د چين ورخلاصون مخ په زياتيدو دی د پرمختللو هيوادونو پر خوا منډی وهی ٠

يو نانجينګی سړی چه ٦٦ کاله عمر لری د چکچکو داوازقويوالی يی ١٠٦ اعشاريه ٩ دسيبل ته رسيدلی دی او يوی چرګی د ٤٠٠ ګرامو په وزن هګی اچولی ده٠ څرنګه چه دغه هګۍ ډيره لويه وه نو چرګه ددی هګی د اچولو په وخت کښی مړه شوه ٠