<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-04-17 18:39:36    
د هند او پاکستان مشرانو موافقه وکړه چه د دواړو هيوادونو ترمنځ اقتصاد ی او تجارتی اړيکی پياوړی کړی

cri

دچين د بين المللی راډيو د خبريال د خبر له مخی ، د هند صدراعظم منموهن سينګ د اپريل په ١٧ نيټه په نوی ډيلی کی د پاکستان له جمهوررييس پرويز مشرف سره خبری اتری وکړې او دواړو خواؤ موافقه وکړه چه په اقتصادی ، تجارتی او ترانسپورټی ساحو کی د دواړو هيوادونو ترمنځ اړيکی نوره هم پياوړی کړی شی .

د خبرواترو په ترڅ کی د دواړو هيوادونو مشرانو د هند او پاکستان په سوله ايز بهير کی د مختلفو موضوعاتو په باره کی سره مشوری وکړې . دواړو خواؤ موافقه وکړه چه يوه ګډه تجارتی کميټه به جوړه شی ترڅو د دواړو هيوادونو ترمنځ اقتصادی او تجارتی اړيکی پرمخبوزی . په کشمير کی د هند او پاکستان لخوا د کنترولی سيمو ترمنځ د سرويسونو او بسونو د تګ راتګ شمير زيات شی ، د دواړو هيوادونو باروړونکی لاری به وکولی شی چه د کشمير له واقعی کنترولی کرښی څخه تير شی . دغه راز به د هند د راجاستان له ايالت نه نيولی د پاکستان د سيند تر صوبی پوری د اوسپنيزی پټلۍ ترانسپورټی چاری  بيافعالې کړی شی .