<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-04-18 16:38:11    
ممکنه ده چی سردردی د زړه ناروغۍ نښه ده

cri

ګرانو دوستانو د سلامتيا او روغتيا دپاره خپرونه کی يومضمون واوری چی عنوان يی دی ممکنه ده چی سردردی د زړه ناروغی نښه ده .

سردردی زمونږ په ژوند کی هميشنی دی او علت يی بيلا بيل دی .مګر په ځينو وختونو کی امکان شته چی سردردی د زړه ناروغی نښه ده .په دی وروستيو ورځو کی د خارجی څيړنو نه څرګنديږی چی هميشنی سخته سردردی د زړه ناروغی د نښی امکان شته يعنی ممکنه ده چی د زړه د ناروغی له امله سردردی رامنځته کيږی .نو د زړه او دماغ ترمنځ څه اړيکی شته او د زړه څه ناروغی د سردردی سبب کيږی؟

د حرام مفزد پاس اعصاب د دماغ او زړه سره تړی .د ډاکترانو د معلوماتو له مخی د حرام مفز په سر کی عصب د پل په څير د دماغ او د زړه په ګډون د بدنی بيلا بيلو برخو سره تړی .د زړه فعاليت د دماغ د اعصابو تر کنترول لاندی دی .د نوموړو لارو څخه په استفادی سره د زړه د توپ سرعت د دماغ تر کنترول لاندی دی مثلأ د زړه د عملياتو په بهير کی د زړه عصبی جهاز غوڅيږی يعنی انتقالی زړه د دماغ تر مستقم کنترول لاندی نه دی .يوازی د وينو د ګرځيدو جريان له لاری د زړه سرعت کنترول کيږی ،نو په نتيجه کی د زړه د حرکت سرعت څتکيږی او په دی اثر انتقالی زړه نه شی کولای چی د معمول زړه په څير د اوږدی مودی لپاره استعماليږی .

ډاکتر وويل چی د سردردۍ علت زيات دی مثلأ تبه ،ريزش کول،بی خوبی او د زياتو شرابو څښل او داسی نور.د ماغ د نوموړو ناروغيو له لاری مونږ ته اخطار ور کوی ،خو ډاکتر هم وويل چی سردردی چی د زړه له ناروغی څخه پيدا شوی د معالجی په عملياتو کی لږ ليدل کيږی .مګر د وينو لوړ فشار ناروغی تل به د مخونو ،پورتنی ژامی او نورو برخو د درد سبب وی .

د وينو لوړ فشار د زړه ناروغی د رامنځته کيدو تر ټولو نه لوی سبب دی .ممکنه ده چی په هغو کسانو کی چی د وينو په لوړ فشار ناروغی لری داسی حالت تل به رامنځته شی چی سر يی ګنګس کوی حتی سر يی درد کوی ،خو کله چی د وينو لوړ فشار د زړه په ناروغی بدل شی ،سردردی د نورو ناروغيو په نسبت روښانه نه دی .

د هغو کسانو سردردی چی د زړه ناروغی لری علتونه زيات دی خو په دی جمله کی دوه مهم علتونه دا دی چی يو يی د وينو لوړ فشار په اثر سردردی رامنځته کيږی او بل يی د دارودرمل د بدتاثير دی .په سلو کی له ١٠ نه تر ٢٠ پوری ناروغان د دارودرمل د خوړلو له امله سردردی رامنځته کيږی .

د امريکی د اينتيان پوښتون د عصبی ناروغی د پوهانو په نظر سردردی د زړه د ناروغی يوه نښه ده .د دوه سړيو چی سردردی لری د پلټنی نه وروسته دا څرکنديږی چی دوی دواړه د زړه ناروغی لری .کله چی د دوی د زړه ناروغی تر کنترول لاندی دی ،د دوی سردردی هم له منځه ځی .په دی وجه خلک بايد هميشنی سخت سردردی ته په درنه سترګه وګوری .که خلک نوموړی حالت ولری بايد ژر تر ژره د بدن د معاينی دپاره روغتون ته ولاړ شی او د عصری طبی تجهيذات له لاری دا تصديق شی چی د زړه په ناروغی اخته شوی يانه .

سردردی دا معنی نه لری چی خلک د زړه ناروغی لری او شک نه شته چی په خپل زړه کی مسئله موجوده ده مګر هميشنی سخت سردردی بايد د توجه وړ وی ،ځکه چی سردردی د زړه ناروغی مهمه نښه ده .

مګر ډاکتر د خبريال سره د مرکی په ترڅ کی وويل چی د معالجی په عملياتو کی سردردی دا معنی نه لری چی د زړه په ناروغی اخته شوی دی ،برعکس د زړه په ناروغانو کی سردردی حالت لږ ليدل کيږی .نو په دی وجه سردردی د زړه ناروغی د رامنځته کيدو مرسته کوونکی عوامل دی .په ژوند کی د ناروغيو وقايه کول تر ټولو نه مهم دی .

ګرانو دوستانو د چينايانو د روغتيا دپاره په خپرونه کی تاسو يو مضمون واوريد چی عنوان يی و ممکنه ده چی سردردری د زړه ناروغی نښه ده .زمونږ پروګرام پای ته ورسيد خوشحاله وشی .