<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-04-18 16:39:38    
په بيجينګ کی د عصری او نويو تخنيکونو صنعت په چټکۍ سره انکشاف موندلی دی.

cri

له هغو احصائيوی ارقامو څخه چه په دی نژديو ورځوکښی دبيجينګ د ښاروالی له خوا برابر شوی ، څرګنديږی چه دزياتوالی هغه ارزښت چه په ٢٠٠٤ کال کی د بيجينګ دعصری او نويوتخنيکونو د صنعت له خوا را منځ ته شوی دی،څلويښت مليارډو ژن مين بی يونو ته رسيدلی چه دغه رقم دبيجينګ ښار د اقتصادی عمومی اندازی په سلو کښی لس برخه نيسی . اوس د پوهی تمليکی حق په برخه کښی د بيجينګ په ښار کښی دعصری او نويو تخنيکونو محتوی په پر له پسی ډول زياته شوی او په بازارونو کښی دسيالی قوت هم په پر له پسی ډول پياوړی شوی دی .

څه د پاسه لس کاله دمخه د بيجينګ د های ديان په ناحيه کښی دالکترونيکی توليداتو تجارتی واټ جوړ شوی چه ډير شهرت لری .او دغه واټ دځونګ ګوان څون لوی واټ نوميږی .په هغه وخت کښی د دغه واټ پهدواړو غاړو کښی د پرتوشويو شرکتونه عمده کارونه يی دا وو چه له خارج څخه وارد شويو ډول ډول الکترونيکی پرزه جات مونتاژ کړی او بيا دغه توليدات خپلو مشتريانو ته وپلوری . د څه دپاسه لسو کالو انکشاف نه وروسته اوس نوموړی واټ په چين کښی په ډير لوی علمی او تخنيکی صنعتی ناحيی يعنی په څونګ ګوان څون نومی علمی او تخنيکی صنعتی ناحيی بدل شوی دی .په دغه ناحيه کښی ډيری زياتی تصدۍ دعصری ساينی او تکنالوجۍ په داسی شرکتونو بدلی شوی دی کوم چه د څيړنی او بهره بردارۍ طاقت لری او ددوی له خوا توليد شوی محصولات نه يوازی

په چين کښی ، بلکه په خارج کښی ښه بازار لری .

د بيجينګ ښار د ساينس او تکنالوجی د کميټی غړی لی سی ځو خبريال ته وويل چه دهغو تشويق ورکوونکو تدبيرونو د نيولو په نتيجه کښی دعصری او نويو تخنيکونو صنعت په چټکۍ سره انکشاف موندلی دی .هغه وويل پخوا د بيجينګ ښار د پوهی تمليکی حق نه درلود او له خارج څخه وارد شويو الکترونکی پرزه جات مونتاژ کول ، اوس ګام په ګام د عصری او نويو تخنيکونو د صنعت مرحلی ته يی انتقال کړی دی کوم چه دپوهی تمليکی حق لری .په دی وروستيو څو کلونو کی بيجينګ د پوهی د تمليکی حق په برخه کښی چټک انکشاف کړی دی او د انفارميشين په صنعت کښی يی د تخنيکی چيپونو بهره بردارۍ کړی ده .

د فيميکرو دشرکت دعمومی مدير مرستيال جانګ خوی خبريال ته وويل چه زمونږ شرکت د پنځو کالو د تاسيس نه راهيسی ددايجټ دمولتی ميديا يو لړ شيپونه وړاندی کړی دی کوم چه د ځان له خوا په خپلواک ډو ل توليد شوی دی او په لويی پيمانی سره يی د نوموړو شيپونو په توليدولو پيل کړی دی . هغه وويل مونږ د شرکت دتاسيس په ابتدايی موده کښی دپوهی دتمليکی حق ساتنی ته په ډيره درنه سترګه وکتل ،حساس تخنيکونه موزيات او د سيالۍ قوت مو پياوړی کړ .اوس مخ په زياتيدونکو خلکو د دايجټ د مولتی مډياد تخنيکونو څخه استفاده کوی د چيپونو د پر له پسی بهره بردارۍ په نتيجه کښی نوی توليدات را منځ ته کيږی

په بيجينګ کی دعصری او نويو تخينکونو د صنعت د انکشاف په جريان کښی دځونګ ګوان څون علمی او تخنيکی صنعتی ناحيی ډيرمهم رول لوبولی دی . په وروستيو څو کلونو کښی دهغو پرسونلو د راجلبولودپاره چه د لوړو تحصيلاتو

دپاره خارج ته تللی د ی ، نوموړی ناحيی د بيجينګ د ښاروالی په ملاتړ يو لړ امتيازی پاليسۍ او تدبيرونه غوره کړی د ی.د ځونګ ګوان څون دعلمی او تخنيکی صنعتی ناحيی دانتظامی کميټی غړی ميرمن ځاو مو لان وويل چه په وروستيو کلونو کی دنوموړی صنعتی ناحيی له خوا خلق شوی توليدی ارزښت هر کال په سلو کښی په شل سرعت سره زيات شوی دی .هغه وويل په ٢٠٠٠ کا ل کښی د نوموړی صنعتی ناحيی له خوا خلق شوی عمومی توليدی ارزښت يوازی او يوازی د بيجينک دښار دعمومی توليدی ارزښت په سلو کښی ديارلس برخه ونيوله او تر ٢٠٠٤ کاله پوری يی په سلو کښی اتلس برخه نيولی ده . ځکه چه د بيجينګ ښار اقتصادی عمومی اندازه ډيره لويه ده ، نوموړی ناحيی کولی شی چه ددغی عمومی اندازی پر بنا هر کال په سلوکښی يو زيات کړی ، له دی څخه څرګنديږی چه دنوموړی صنعتی سيمی انکشافی سرعت ډير چټک دی .