<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-04-19 17:45:53    
د چين په ښارونو کی د ماراتون د ځغاستی تودی څپې

cri

 

 

هر کال د چين د بيجينګ ، شيا من او چينګ داو په شمول په زياتو ښارونو کی د ماراتون د ځغاستې بين المللي مسابقې تر سره کيږي ، که وويل شي چه د اتلتيک په لوبو کی د چين لوبغاړی ليو شيانګ د نورو چينايي لوبغاړو په نسبت غښتلي دي ځکه چه هغه په ٢٠٠٤ کال کی د اتن د اولمپيک په سپورتی لوبو کی د خنډونو په وړاندی د ١١٠ مترو په فاصله د نارينه ؤ د ځغاستی په لوبه کی قهرمان شو ، اوس په چين کی د زياتی توجه وړ لوبه د ماراتون ځغاسته ده ٠ په دی پروګرام کی به يو راپور واورئ چه عنوان يی دی – د چين په ښارونو کی د ماراتون د ځغاستی تودی څپې رامنځته شويدي ٠

کله چه د ليری مسافت ځغاسته يادوؤ ، ورسره جوخت د ماراتون ځغاسته تر سترګو کيږي ٠ د ماراتون د ځغاستی اوږدوالی دوه څلويښت اعشاريه يو نهه پنځه کيلو متره دي او په عمومی سړک کی تر سره کيږي ٠

د چين د ماراتون د ځغاستی په باب په لومړی غونډی کی چه په نژديو ورځو کی د چين د جنوب ختيځې سيمی په بندری ښار شيا من کی پای ته ورسيد ، د چين د اتلتيک د لوبو د ټولنی مرستيال وانګ دا وي وويل __(أواز)__ ځغاسته يوه ساده سپورت دی چه لږ پيسی پکی استعماليږي او د عامو خلکو د روغتيا لپاره ګټور دی ٠ د ماراتون د ځغاستی لوبه د چين د ولسونو په ګډون د بدنی غښتليتوب د فعاليتونو د پرمختيا او د خلکو د روغتيا د پياوړتيا او په دی ساحه کی د سپورت د ودې لپاره ډيره ګټوره ده٠ د ماراتون د ځغاستی په ځينو مسابقو کی د غوره او غښتلي ورزشکارانو ګډون کول د چين د ماراتون لوبغاړو د مهارت د لوړتيا دپاره

هم فايده لري٠

هغه وويل چه په کوم ښار کی د ماراتون د مسابقي د ترسره کيدو دپاره دری ضروری شرطونه په دی ډول دي د حکومت طرفداری ، د مسابقې مناسب لاره او د تصديو مالي ملاتړ او مرسته٠ په چين کی د ماراتون د لوبی د پياوړتيا په بهير کی د حکومت او د هيواد د داخلي او بهرنيو تصديو قوی ملاتړ تر لاسه شويدي ، د ټلويزيوني ستيشن په شمول مطبوعاتی ذاريعو او د سپورتی چارو په اړه تجارتی سازمانونو د چين د ماراتون د لوبی د ترويج او د پانګې راغونډيدو په برخه کی هم ستر رول لوبولی دی ٠

اوس د تبت د لاسا او هانکانګ په شمول د چين په زيات شمير ښارونو کی د ماراتون د ځغاستی لوبی تر سره کيداي شي او په چين کی لازيات شمير خلک د ماراتون له ځغاستی سره علاقه لری ٠ د نړۍ د سپورتی بازار په باب د ليميتيد شرکت رئيس مارک ويتمور د چين د ماراتون د ځغاستی په باب په عالی غونډی کی وويل __(أواز)__ ډير خوشخاله يم چه د ماراتون ځغاسته په چين کی پياوړي شويده ٠ زما په نظر د نوموړی لوبې د زياتو مسابقو د تر سره کيدو له لاری به نړۍ چين نور هم وپيژني ، په تيره بيا په ٢٠٠٨ کال کی د اوليمپيک د سپورتی لوبو د جوړيدو نه د مخه به خارجی ورزشکاران وکړاي شي چه د ميلمنو د هر کلی او د لوبو د ترتيباتو په هکله د چينايانو توان او لياقت له نژدي وګوري٠

البته په چين کی د ماراتون د ځغاستی لوبی بايد په تدريجي توګه تعميم او وده وکړي ٠ ښاغلي وانګ دا وي وويل چه اوس د ماراتون د ځغاستی په لوبه کی د چين لوبغاړی د ځينو هيوادونو د ورزشکارانو په نسبت کمزوری دی او په مسابقو کي ئی د کاميابيدو امکان نشته ٠ وانګ دا وي خبريالانو ته وويل ___(أواز)___اوس په

چين کی د ماراتون يو شمير غوره ښځينه لوبغاړې شته او په تيرو مسابقو کی يي هغه ښه موافقيت تر لاسه کړيدی چه له دوو ساعتو او شل دقيقو څخه تر دوو ساعتو پنځه ويشتو دقيقو پوری د ماراتون ټوله لاره وهلي ده ، امکان شته چه دوي په بيجينګ کي د ٢٠٠٨ کال د اوليمپيک په سپورتی لوبو کی د اتم لمبر نه مخکي ښه موفيتونه تر لاسه کړي او حتی مدالونه به لاس ته راوړي ٠ مګر مونږ بايد وګورو چه په نوموړی لوبو کی به د جاپان ښځينه ورزشکاران زمونږ قوی حريفانې دی ځکه چه دوی د سيدنی او اتن د اوليمپيک په سپورتی لوبو کی طلايی مدالونه تر لاسه کړي وو ٠ که څه هم د ٢٠٠٨ کال د اولمپيک د سپورتی لوبې په بيجينګ کی جوړې شي ، خو د جين د ورزشکارانو لپاره زيات تفوق نه شته ، ځکه چه جاپان او چين ګاونډی هيوادونه دی او اقليم او جغرافيايي عوارض يي مشابه دی ٠ هيله لرو چه چينايي ورزشکاران ددې لوبې په نورو مسابقو کي لا ښه موفقيتونه تر ګوتو کړي ٠ ګرانو اوريدونکو ، تاسو همدااوس تر دې عنوان لاندي يو لنډ مضمون واوريد چه په چين کي د ماراتون د لوبې تودې څپې رامنځته شويدي ، د سپورت او ورزش په نامه خپرونه تر دي ځايه پاي ته ورسيده ، خوشحاله اوسئ ٠