<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-04-19 18:03:53    
نينګ شيا د هوی قوم په خود مختاری سيمی کی يو بزګرې د روزنی لپاره د ٧٣ تنو غريبو نجونو سره مرسته وکړه

cri

د ١٩٩٧ کال نه راهيسی يو بزګرې ما جی ينګ چه د چين د نينګ شيا د هوی قوم خود د مختاری سيی د های يوان په وسلوالۍ کی اوسيږی د ٧٣ تنو غريبو نجونو د روزلی لپاره پانګه اچولی دی ٠ اوس څه د پاسه دېرشه تنه نجونه د هغه د مرستی په اثر په عاليو ښوونځيو او پوهنتونونو کی زده کوي ٠

ما جی ينګ چه عمر يی ٣٧ کاله دی ، د خپل کور په انګړ کی د غريبو نجونونو د ژوند او زده کولو لپاره يوه خونه جوړه کړيده ٠ د های يوان د هوی قوم په عالی ښوونځی کی زده کوونکی چه ان يو نينګ نوميږی ، خبريال ته وويل چه که څه هم ما جی ينګ ناروغه ده ، خو هغه کوم درمل نه اخلي او ټولی پيسی د ماشومانو د ژوند د ښه کيدو په برخه کی مصرفوي ٠ دوی د ما جی ينګ په کور کی څو کلونو تيری کړيدی او د دوی په نظر هغه د خپلی مور په شان بولی ٠ ما جی ينګ تل داسی نجونو ته وائی چه يوازی په همدی شرط علم او پوهنه تر لاسه شي ، له غربت څخه به وژغورل شي ٠

ماجی ينګ له عالی ښوونځي څخه د فارغيدو نه وروسته له دې امله په پوهنتون کی زده ونشوای چه مور او پلار ئی پيښی نه درلودی ٠ نو په پوهنتون کی زده کول د هغه لومړنی هيله او اميد ګرزيدلی دی ٠

ما جی ينګ د ١٩٩٧ کال په منی کی داسی يوه نجلی وليده چه د بی وزلی په اثر د زده کړی څخه پاتی شوي وه او په دی امله ئی ډير ژړل ٠ خو چاجی ينګ د دی حالت په ليدو سره سمدستی سل يوانه پيسی نوموړی نجلی ته بسپنه ورکړی ٠

د کليو زيات شمير نجونی د زده کړی لپاره ولسوالۍ ته ولاړی او دوی د ډوډی او ژوند ضمانت په لاس کی نه درلود ، نو ميرمن ماجی ينګ فکر وکړ چه په خپل کور کی د نجونو د زده کړی لپاره يوه خونه جوړه کړی ٠

خبريال وليدل چه د ميمن ما جی ينګ په کور کی زيات شمير نجونی په دريو لويو خونو کی زده کړی او پکی په زرګونو داسی کتابونه شته چه د نينګ شيا د هوی قوم د خودمختاری سيمی د ښځو د اتحاديی په شمول د ځينو موسسو لخوا ورکړل شويدی .