<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-04-19 18:27:56    
د زرچوبې غوايي غوښه

cri

د زرچوبې غوايي غوښه يوه ډيره خوندور خوراک دي ٠ د روحصتۍ په ورځ کې د کور ميرمن کولي شي چه داسي خوراک جوړ کړي ٠د معلوماتو له مخې لکه د زرچوبې غوايي غوښه ، د زرچوبې پسه غوښه او د زرچوبې چرګ غوښه داسي خوراکونه نه يوازي په چين کې بلکه په ډيرو هيوادونو کې دخلکو دډوډې پر ميز باندې مهم ځاي لري ٠ مثلأ د جنوب ختيځې اسيأ په تايلنډ ، اندونيزيا ، ماليزيا او سينګاپور کې ، د جنوبي اسيأ په هند ، پاکستان او نورو هيوادونو کې خلک دغه ډول خوراک ډيره خوښيږي ٠ مګر جوړونه يي بيلا بيل دي ٠ په چين کې د دغه خوراک جوړونه اسانه ده او په دي ډول يي تيار شي ، لومړي نيم کيلو د غوايي پسته غوښه ، پنځه ويشت ګرامه د زرچوبي پوډر ، پنځوس ګرامه غټه پياز ، پنځه لس ګرامه ادرک ، پنځه لس ګرامه اوږه ، دوه ګرامه وچ مرچ ، لس دانې تور مرچ ، پنځه ويشت ګرامه بوره ، پنځه ګرامه مالګه ، پنځه اويا ګرمه غوړي او ا اړتيا وړ اوبه تيارې کړۍ ٠ جوړونه په دي ډول شروع کړۍ ٠ لومړي د غوايي غوښه په يو يا دوو ميلي مترو ټوټو وويشۍ او په سرو کړو غوړي کې يي واچوي ، کله چه نوموړي غوښه ژيړ رنګ او لږ څه وچه شي ، له غوړي څخه يي راوباسي ٠ او په ديګ کې يي واچوي ٠ ور پسي تيار شوي غټه پياز ، اوږه ، ادرک کوچيني کوچيني کړۍ، په يو بل ديګ کې برابرې غوړي واچوي ، کله چه غوړي سره شي ، لومړي وچ مرچ پکې واچوي چه رنګ يي ژړ شي ، بيا ميده شوي پياز ، ادرک ، اوږه ، تور مرچ ور سره يو ځاي په ديګ کې ورزياته کړۍ٠ کله چه رنګ يي لږ څه ژړ شي ، د زرچوبې پوډر پکې واچوي او لږ يي سره کړي ، وروسته د اړتيا وړ اوبه ، بوره او مالګه ور زياته کړۍ او د شل دقيقې له پاره يي حرارت ورکړۍ او سرپوش ورباندې کيږدي ٠ وروسته ادرک ، اوږه او پياز له ښوروا څخه وباسۍ او ددي پر ځاي تياره شوي غوايي غوښه پکې واچوي او د ايشول کيدو نه وروسته په ضيف اور داه غوښه پخه کړۍ ، تر هغه وخت پوري چه ښوروا لزه او ټينګ شي ، په دي ډول د زرچوبې غوايي غوښه تياره شو او دا نه يوازي يو نرم بلکه ډير خوشبويه خوراک هم دي ٠