<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-04-19 19:58:05    
د زده کوونکو د روزلولپاره دوی د شمع په څير ځانونه سوځوی

cri

لږه موده دمخه خبريال د چين د شمال لويديځ کی د نينګ شيا د خوی قوم د خودمختاری سيمی د جنوب په غرنی سيمه کی له زياتو ځوانو ښځينه ښوونکو سره مرکی وکړې . که څه هم ددوی عمر يوازی اوه لس يا اته لس کاله دی ، خو د زده کوونکو د روزلو درنه دنده يی په غاړه اخيستی او د زده کوونکو د روزلولپاره د شمع په څير ځانونه سوځوی . ددوی د زيارونو او کوښښونو له برکته دنوموړی غرنی سيمی هلکان او نجونی اوس دادب ، حفظالصحی اوښی اخلاقې روزنی ته د پام اړولو په لوری وده کوی او په دی پوهيږی چه بايد زيات علمی معلومات ترلاسه کړی او د علم او پوهې په وسيله به د خپل ټاټوبی بڼه او فردی سرنويشت بدل کړی .

٢٣کلنه تيان شيو چين د نينګ شيا په ګو يوان ښارکی د يوه مکتب ښځينه ښوونکی ده . د مرکی په ترڅ کی هغی په خوښۍ سره خبريال ته وويل چه د اتلس کلنۍ په وخت کی د ښوونکی په توګه وګمارله شوم او د رسمی کار په لومړنيو وختونوکی ما د ځوانۍ له امله پر ځان باندی باور نه درلود . خو د وخت په تيريدو سره می په پرله پسی ډول د خپل کار په بهير کی مثبتی او منفی تجربی راجمعبندی کړی او پر دی اساس می پر ځان باور زيات کړی او زما شاګردانو هم ښې نمری ګټلی دي .

ښځينه ښوونکی جو شياو يان چه عمر يی هم ٢٣ کاله دی ، ٥ کاله وړاندی د هۍ چينګ علاقه داری په مرکزی مکتب کی زده کوونکو ته د درس په ورکولو

پيل وکړ . هغی خبريال ته وويل ، زه د اتلس کلنۍ په وخت کی له ښوونځی څخه فارغه شوم او تعليمی چارو ته د خپل ټول ژوند د وقف کولو د لوړ ارمان په درلودلو سره دغه غرنی کلی ته راغلم او د زړه له کومی می د زده کوونکو د روزلو په کار پيل وکړ . حتی زما ميړه تل داسی وايی چه له کار سره ستا پاملرنه زما سره له مينی نه لا زياته ده . ما په مسکا سره ځواب ورکړ چه د ښوونکی په توګه کار کوم چه زما لومړنی مينه ده .

د جين يوان ولسوالی د سی ځوانګ په مکتب کی د يوو په نامه ښځينه ښوونکی د خپل اصلی کسب د يادونی په ترڅ کی په وياړ سره خبريال ته وويل چه زما پلارهم يو معلم دی . نو په دی وجه می د کوچنيتوب په وخت کی هغه ارمان درلود چه د لويدو نه وروسته به ځان يوه افتخاری ښوونکی جوړه کړم او د زده کوونکو د روزلو لپاره به د شمع په څير ځان وسوځوم .

خبريال د ښځينه ښوونکی جو شياو يان په دفترکی د ژن مين بی په شان هغه يوشمير کاغذی کارتونه وليدل چه ورباندی په جلا جلا توګه يو ، دوه او لس يوانه ليکل شوی دی . جو شياو يان نوموړو کاغذی کارتونو ته په ګوته کولوسره خبريال ته وويل چه دغه کارتونه پخپله له جوړشويو تدريسی وسايلو څخه شميرل کيږی او زده کوونکو ته د بازارونو په اړه د معلوماتو ورکولو لپاره تری استفاده کيږی . هغی زياته کړه چه که څه هم د ښارونو په انډول زمونږ تعليمی شرايط محدود او دومره ښه نه دی ، خو په خپلولاسونو جوړشوی وسايل د تدريس او تربيی په بهير کی ترښی استفادی لاندی راغلی او تری ګټه هم اخيستل کيږی .

پيغلی ما يو می چه د های يوان ولسوالی د ګوان چاو په ناحيه کی د ما وان ځه لومړنی ښوونځی معلمه ده ، خبريال ته وويل چه زمونږ د ښوونځی په درسی

کوټو کی بريښنا نه شته ، نو زه په خپلو لاسونو سره اسلايدی فلمونه جوړوم او زده کوونکو ته داړوندو معلوماتو ورکولو په بهير کی تری استفاده کوم .

د معلوماتو له مخی ، نوموړو ځوانو ښځينه ښوونکو چه ټولی د نينګ شيا د جنوبی برخی په غرنی سيمه کی روزل شوی او وده يی کړی ده ، په بيلا بيلو ښوونځيو کی اصلی رول لوبولی او لوبوی يی .

د نوموړی غرنی سيمې طبيعی شرايط دومره ډير خراب دی چه کله نا کله اوبه او بريښنا هم نه وی او د ملګرو ملتونود موسسی اړوندی څانګی پخوا داسی ويل چه نوموړی ځای د انسان د اوسيدو او ژوند لپاره مناسبه نه دی . مګر نوموړو ځوانو ښځينه ښوونکو داسی وويل چه کړاونه او زيارونه زمونږ لپاره عادت شوی او د زده کوونکو د روزلو په بهير کی په زړونو کی مو نيکمرغۍ او خواږه احساسات راپيدا شوی دی . مونږ په دی وياړو چه په دغو غرنيو کليو کی مو په خپله مينه او زيارونو زده کوونکی روزلی او روزو يی .اوس د غرنيو کليو هلکان او نجونی د ادب ، حفظالصحی اود ښه اخلاق روزنی ته د پام اړولو په لوری وده کوی ، دوی په دی پوهيږی چه بايد زيات علمی معلومات ترلاسه کړی او د علم او پوهی په وسيله به د خپل ټاټوبی بڼه او فردی سرنويشت بدل کړی .

د سونګ چينګ لينګ د صندوق مسئول مامور له خبريال سره د مرکی په ترڅ کی دا څرګنده کړه چه د نينګ شيا د خوی قوم د خودمختاری سيمی ، په تيره بيا د جنوبی برخی د غرنی سيمی تعليمی چاری د دغو ځوانو ښوونکو د زيارونو او قربانۍ له لاری پرمخ تللی او هم به پرمخ لاړشی . نو په دی وجه به مونږ ښځينه ښوونکو ته د زده کړی بيلا بيل فرصتونه برابر کړو تر څو دوی د تدريس او د زده کوونکو د روزنی په ساحه کی لا ښه موفقيتونه لاس ته راوړی . زمونږ تعليمی

چاری نه دا چه د دغو ځوانو ښځينه ښوونکو خدمتونو ته اړتيا لری بلکی د ګردی ټولنی د هر چا پاملرنی او برخه اخيستنی ته هم اړتيا لری .