د سين هوا اژانس د خبر له مخی : د اپريل په ١٩مه نيټه امريکا د کيوبا له ګوانتانامو اډی څخه د افغانستان ١٧تنه جنګی اسيران خوشی او د افغانستان حکومت ته يی وسپارل .
د اسيرانو د سپارلو مراسم د افغانستان په ستره محکمه کی تر سره شول . نوموړی اسيران د افغانستان له جنوبی سيمو څخه دی او عمر يی له ديرشو کلونو څخه تر پنځوسو کلونو پوری دی . دوی د طالبانو او القاعدی د سازمان سره د اړيکو له امله نيول شوی ؤ او بيا د ګوانتانامو په جيل کی ساتل شوی ؤ.