<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-04-20 19:17:26    
په چين کې د کوريا د جمهوريت اوسيدونکي

cri

د چين د اقتصاد په چټکې پرمختيا او د چين د کوريا د جمهوريت ترمنځ د تجارتي تګ راتګ په زياتيدو سره هغه کوريايان چه د تجارت او د اړوندو زده کولو له پاره د کوريا له جمهوريت نه چين ته راغلي ، مخ په زياتيدو دي ٠ د رسمي احصايي له مخې اوس په بيجينک کې د جنوبي کوريا د اوسيدونکو شمير د شپيتو زرو تنو په شاوخوا کې دي او د اټکل له مخې د ٢٠٠٨ کال له پاره په بيجينګ کې د والمپيک د سپورتي لوبې د اجرا کيدو ورځې په رانژدي کدو او د چين او د کوريا د جمهوريت ترمنځ د تجارتي تګ راتګ په چټکتيا سره تر ٢٠١٠ کاله پوري به په بيجينګ کې دايمي اوسيدونکو کوريايانو شمير دوو لکو تنو ته ورسيږي ٠ په نوموړو کوريايانو کې عمده دري برخه ويشل کيږي چه ځيني يي يوه برخه د شرکتونو مسؤل او د دوي اړوند کارکونکي ، بله برخه يي په بيجيتک کې کوريايي زده کونکي او دريمه برخه يي په بيجينګ کې کوريايي سوداګران دي ٠ اوس د بيجينګ په ډيرو مهمو بازارونو کې د جنوري کوريا بيلا بيل راستورانونه ډير ليدل کيږي ٠

په دي وروستيو وختونو کې خبريال په بيجينکې د کوريا د جمهوريت له ځينو خلکو سره مرکه وکړه ٠ ښاغلي لي مين تاي په ١٩٩٦ کال کې د مارکسيستي تيوري د زده کولو له پاره د کوريا له جمهوريت نه د چين د خلکو پوهنتون ن ته راغلي او د اوو کالو له پاره د زده کولو نه وروسته په ٢٠٠٣ کال کې يي د ډاتري درجه ترلاسه کړ او په چين کې د مارکسيتي فلسفې په هکله لومړي بهرني

دکتر ګرزيدلي دي ٠ هغه خبريال ته وويل چه د کوريا په جمهوريت کې زه د فلسفې د زده کولو له پاره په يوه پوهنتون کې شامل شوم او له هغه وخت له پيل ما د مارکسيزم د فلسفې سره تماس نيولي او د ځنيو ټولنيزو مسئلو د حل په هکله زيات معلومات مي تر لاسه کړي دي ٠ نو هيله مي وکړه چه چين ته لاړشم ځکه چين يو سوسياليستي هيواد دي او د اصلاحاتو او ورخلاصون په هکله ستر برياليتوبونه يي ترلاسه کړي دي ٠ په ٢٠٠٤ کال کې ښاغلي لي مين تاي په خپل هيواد کې د کوريا د جمهوريت او چين د معفکرې په اړه کلتوري انستيټيوټ جوړ کړ ٠ هغه هيله لري چه د دواړو هيوادو او د دواړو پوهنتونو ترمنځ د معفکرې او کلتوري تبادلې د پياوړتيا له پاره څه خدمتونه ترسره کړي ٠

د جنوبي کوريا پيغله سيم مين جو چه د چينې ژبې د زده کولو له پاره په ٢٠٠٢ کال کې بيجينګ ته راغلې ، اوس په بيجينګې د کوريا د جمهوريت د يوه تجارتي چارو د اړوند شرکت په دفتر کې کار کوي ٠ که څه هم په بيجينګ کې يي د اوسيدو وخت دومره اوږد نه دي ، خو له بيجينګ سره يي ډيره مينه لري ٠ هغه خبريال ته وويل چه د بيجينګ لرغوني کلتوري او تاريخي اثارو زما زياته علاقه او مينه راجلبه کړېده، بر سيره پر دي زه هم د چين د چاي ، خوراکونو او د تاجي په نامه د ورزش په شمول د چين له ډيرو عنعنوي شيانو سره ډيره مينه لرم ٠ د خپل کار او ژوند د يادولو په وخت کې پيغلې سيم مين جو وويل چه زمونږ شرکت عمده کار دا دي چه په چين کې دکوريا د جمهوريت د شرکتونو له پاره اړوند فني پرسونل روزي او د چين د تجارتي چارو په هکله معلومات ور زده کړي ٠ اوس د دغه شرکت له خوا چين ته څه د پاسه سل تنه اړوند کارکونکي واستول شول ٠ سيم مين جو وويل چه زه له خپل کار سره ډيره مينه

لرم او هيله لرم چه د اوږدي مودي له پاره په چين کې ژوند وکړم ٠ د خپل راتلونکي هيلې د بيادولو په وخت کې هغې خبريال ته وويل چه زه د بيجينګ د راتلونکي پرمختيا په نسبت پوره اطمينان لرم او ور ته ډيره پاملرنه هم کوم ٠ يقين لرم چه د ٢٠٠٨ کال له پاره په بيجينګ کې به د والمپيک د سپورتي لوبو په اجرا کولو سره بيجينګ ورځ په ورځ ښه شي ٠ زه هيله منه يمه چه په چين کې کوريايي دوستان ارام او نيکمرغه او د چين او د کوريا د جمهوريت ترمنځ دوستۍ د تل له پاره وساتل شي ٠

عکسونه :په چين په ځينو پوهنتونونو کی د کوريا د جمهوريت څخه راغلی زده کوونکی٠