<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-04-20 19:50:11    
دواده له زاړه عادت سره چلنج کول

cri

په دی وروستيو وختونو کښی دهند ٢١ کلنه محصله نيشا په يوه شپه کښی دزياتو هندی پيغلو په نظر قهرمانه ګرځيدلی ده .هغی د واده له زاړه دود دستور سره چلنج کړی او محکمی ته يی د زلمی مونيش په کورنۍ چه ددی له کور څخه يی جهيزونه غوښتلی عرض وکړچه ددی دغه توريالی عمل دهند د مختلفو حلقو د شخصيتونو عمومی ملاتړ تر لاسه کړی دی .خلکود هغی ستاينه وکړه چه د ښځو د قانونی حقوقو او ګټو دګټلو دپاره يی سر مشق قايم کړی دی .

له لرغونی زمانی نه راهيسی په هند کښی د جهيزونو د غوښتلو دود دستور روان دی او د واده کولو په وخت کښی دپيغلی کور بايد زيات جهيزونه دزلمی کور ته ورکړی .په نننی هند کښی دواده دغه زوړ عادت نه يوازی له منځه نه دی تللی ، بلکی تر پخوا نه لا سخت شوی او د زلمی دکور له خوا دجهيزونو غوښتل ورځ په ورځ لوړ شوی دی چه دا يوه ډيره سخته ټولنيزه مسئله ګرځيدلی ده . دپيغلی نيشا کور د هند د مرکز نوی ډيلی په اطرافو کښی واقع دی . نيشا د منځنی ښوونځی

له استاذ مونيش سره په اخبار کښی د خپلوۍ د غوښتونکی علان له لاری اشنا شوه او فيصله يی وکړه چه دوی دوران کال دمی په يوولسمه نيټه به واده وکړی . دخپلی لور دواده دپاره د نيشا پلار په اساسی توګه د جهيزونو ټولی غوښتنی چه دمونيش د کور له خوا وړاندی شوی پور کړی او نه يوازی يی د جهيزونو ټولی غوښتنی چه دمونيش د کور له خوا وړاندی شوی پوره کړی او نه يوازی يی د جهيزونو په ليست کښی يو نوی ګړندی موټر چه د هند او جاپان په ګډی پانګی

توليد شوی زيات کړ ، بلکی موافقه يی هم وکړه چه دمونيش د مشر ورور دپاره چه واده يی کړی و ، يو سيټ کورنی برقی سامان الات واخلی . د خپلی لور دواده د تيارولو دپاره هغه ټولی يو مليون او اته لکه روپۍ يعنی ٤٠ زره امريکايی ډالره مصرف کړی دی چه دا لګښتونه په هند کښی چه د ژوند سويه يی په عمومی توګه لوړه نه ده ، نسبتا لوړی سويی ته رسيدلی دی . خو د واده کولو دمراسمو د پرځای کيدو په بيګا د مونيش کور دجهيزونو د موضوع له امله دنيشا له پلار سره سخت جنګ جنجال وکړ او د مونيش کور بيا غوښتنه وکړه چه په جهيزونو کښی بيا يو مليون او دوه لکه روپۍ نغدی پيسی زياتی کړی . د مونيش مور وروسته تر هغه چه ددوی غوښتنه دنيشادکور له خوا رده شوه ، حتی د نيشا پلار يی په څپيړه وواهه ، نو نيشا ډيره په قهر شوه او سمدلاسه يی فيصله وکړه چه له مونيش سره دواده تړون فسخ کړی او د پوليسانو مقاماتو ته يی د دغی پيښی خبر ور کړ او محکمی ته يی د مونيش په کور يی هم عرضه ورکړه . پوليسانو دهند د ضد جهيز قانون له مخی مونيش توقيف کړ .

په نوی ډيلی کی دپوليسانو د رياست يوه عالی منصبدار دی ته اشاره وکړه چه که چيری په هند کښی دواده د جهيز د موضوع له امله کومه شخړه را منځ ته شی ، دپيغلی کور عموما د ټولنی تر فشار لاندی مجبورا چوپتيا ساتی ، خو نيشا په قانونی طريقه خپل حقوق او ګټی په نظر کښی نيولی چه دا شان جرائت ډير لږ ليدل کيږی . دنيشا له خوا دواده له زاړه دود دستور سره د چلنج کولو دغی پيښی په اخبارونو کښی د چاپيدو نه وروسته دهند په ټولنه کښی قوی عکس المعل را پيدا کړی دی .ځينو پيغلو څرګنده کړه چه نيشا به خپل سرمشق وګرځوی او د جهيزونو

په وړاندی به دزلميانو د کورونو له بی دليله غوښتنو سره به ټينګ مخالفت وکړی .

نيشا له خبريال سره د مرکی کولو په وخت کښی څرګنده کړه چه که د پيغلی پلار او مور د خپلو مالی منابعو له مخی پخپله خوښه د زلمی کور ته يو جزيی جهيزونه ورکوی چه دا د منلو وړ ده . خو که د زلمی کورد پيغلی له کور نه جهيزونه غواړی ، نو بايد يوه پيسه هم دوی ته ور نه کړی . هغی زياته کړه چه په دی وروستيو ورځو کښی ما ته د خپلوۍ دغوښتنی زيات تيلفونونه او ليکونه راورسيدل ، خواوس زه د واده کولو په موضوع باندی فکر نه کوم او اوس زما دپاره عاجله کار دا دی چه په پوهنتون کښی خپلی زده کړی سرته ورسوم او په راتلونکی وخت کښی به دهند د ښخو د قانونی حقوقو او ګټو د ګټلو دپاره خپل قوتونه وقف کړم .