د روايت له مخی په ډيره لرغونی زمانه کی د اتينا په نامه د عقل او هوښيارتيا خاونده ښځينه الهه او سمندری رب پوسيتون دواړو وغوښتل چه خپل نوم پر يوه غرنی ښار باندی کيږدی . نو په دی وجه دواړو سره جنګ او جنجال وکړ . په پای کی زوس دا پيشنهاد وکړ چه که څوک انسانانو ته يو د استفادی وړ او ډير ارزښتناک څيز برابر کړی ، نو پر نوموړی ښار باندی به د هغه نوم کيږدی . سمندری رب بشريت ته يو سپين أسمانی أس ورکړ او و يی ويل چه ګوره ، دا دی بشريت ته زما نعمت . هغه د قلبه کولو او ترانسپورټ توان لری او انسانانو ته به ډيری زياتی شتمنۍ ورسوی . اتينا د خپلې نيزې په څوکه له مځکی څخه د سترګو په رپ دوې شنی پاڼې پورته کړې او لږه شيبه وروسته د زيتون د ډيرو ميوو لرونکی يوه ونه د خلکو په سترګو ښکاره شوه . هغی نورو ربانو ته وويل ، ددې ونې هره برخه بشريت ته ګټه لری چه ميوی يی د خوړلو وړ دي ، شراب او غوړی تری لاس ته راوړل کيږی ، درمل او عطری مواد د ونی له لرګيو نه ترلاسه کيږی او د ونود څانګو په وسيله رڼا توليديږی . دغه ونه به خامخا بشريت ته سوله او ښه حاصلات ورسوی ، نه يوازی د روغتيا او غښتليتوب نښه نښانه ده ، بلکه د نيکمرغۍ او ازادۍ تضمين هم ګڼل کيږی . په دی ډول د اتينا نعمت د ستر رب زوس لخوا ومنل شو او پر نوموړی غرنی ښار باندی د اتينا نوم کيښودل شو چه دا دی اوس هغه د نننی يونان مرکز - اتن دی .
له هغه نه وروسته يونانيان د زيتون له ونو سره ځانګړی احساسات لری . د زيتونو او انګورو د ښو حاصلاتو په هر فصل کی د المپيا اوسيدونکی سره
راغونډيږی او د ښو حاصلاتو د نمانځنی او خوشحالۍ د فعاليتونو د جوړولو په عين وخت کی يی بيلا بيلی سپورتی لوبې او سيالی هم رامنځ ته کړی .لکه ځغاستی ، دغيږی نيول ، ، د دسک غورځول او داسی نور . برخه وال ورزشکاران ټول هغه نارينه ؤ چه هيڅ کالی يی نه اغوستل . ښځو ته د ننوتلو اجازه نه وه . وروسته همدغسی لوبی او سيالی په هرو ٤ کالو کی يو ځل جوړيږی .