<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-04-22 17:17:37    
په بېجينګ کی د جنوبی اسيا د هنري شيانو پلورنځي.

cri

ګرانو دوستانو، السلام عليکم! په دې وروستيو دوو کلونو کی په بېجينګ کی لا زيات کسان له هند، پاکستان، نيپال او داسی نورو هېوادونو څخه راغلي جامې، زيورونه او هنری شيان خوښوی او د نوموړو شيانو د خرڅولو رنګا رنګ دکانونه هم په بېجينګ کی ليدل کېږي چه د جنوبی اسيا له کلتوری چاپيريال څخه ډک دی. د هنر او کلتور په نننی پروګرام کی به تاسی زما سره يو ځای د څو دکانونو سيل وکړي.
په بېجينګ کی د امپراتوری ماڼۍ په شمال کي يو ښکلی او ارام جهيل پروت دی چی شی شا هاي نومېږی. ګه سان او د ده خور چه د چين له تبت څخه راغلي دي ، د دې جهيل تر څنګ يی د تيان تانګ جی ځاو په نامه يو دکان جوړ کړی چی پکی د جنوبی اسيا په مختلفو هېوادونو کي جوړ شوي د ښکلا شيان خرڅوی. دغه دکان نه يوازی ډير لوی دی ، بلکه په بېجينګ کی هم ډېر مشهور دی.
د دې ډنډ د يوې غاړی په اوږدو کی د نوموړی دکان دروازه ليدل کېږی. سور او شين ساری په لرګينو کړکيو باندی رپيږي او سپينه پرده چه ورباندي د فيلانو تصويرونه ګلدوزي شوي ، د دروازې په دواړو خواوو باندي ځوړند دی .
د دې دکان خاوند ګه سانګ چی تور پوستکی لری ، د ساده او شوقی شخصيت خاوند دی. هغه په تبتی ژبه د چين د بين المللی راډيو اورېدونکو ته د سلامونو د ويلو په ترڅ کی وويل (لومړی اواز) ګرانو دوستانو، السلام عليکوم! زه د تيان تان جی ځاو د پلورنځې خاوند يم او زه د خپلې خور سره يو ځاي د تبت څخه راغلی يم . ستاسو د روغتيا په هيله !
د ګه سانګ کورنی د تبت د کانګ با په سيمه کی د نقره يی ګاڼو د توليدولو له امله ډېره نامتو ده ، اوه کاله مخکی ګه سانګ په بېجينګ کی د تبتی ګاڼو د خرڅولو دپاره خپل لومړی دکان پرانستلی دی. ور پسی يی يو بل دکان هم پرانيست چی پکی د هند او نيپال ګاڼې پلوری . هغه خبريال ته د داسی ګاڼو کلتوری او مذهبی معلومات ورکړل او و يی ويل (دوهم اواز) شپږ کاله مخکی ما د هند اونيپال ګاڼې بېجينګ ته راوړی. په دې وروستيو کلونو کی د توريزم د چټک پرمختګ له امله د جنوبی اسيا کلتور د ډېرو زياتو ځوانانو توجه ځان ته جلبه کړيده. د ګه سانګ په نوموړی دکان کی ډېرې زياتې ګاڼې د هنرمندانو له خوا په خپله جوړ شويدي او په دې جمله کی يو شمېر يی يوازنی جوړښت لری، نو له دې امله د ځوانانو ډېری خوښېږی .
د ګه سانګ له دکان څخه د وتلو نه وروسته خبريال بل دکان ته ولاړ چی د بېجينګ د يوې مشهورې تجارتی سيمې ته نژدی دی. د دې دکان خاونده چی شو من لی نومېږی او ډېر ښه انګليسی ويلی شی او ډېر ښکلی هندی ګاڼې او جامې اغوستی دی. پېغلی شو تبت ته د سفر نه وروسته خپل پخوانی کار پرېښود او پخپل سوداګرۍ يی پيل وکړ. تر اوسه پوری هغې دچين د شانګهای، شن جن او د چن دو په شمول په څو ښارونو کی داسی دکانونه پرانستلی دي چی ځانګړی خصوصيت لري. په بېجينګ کی په دغه دکان کی هغه په عمده توګه هندی جامې او له پاکستان او نيپال څخه ميسی هنری شيان خرڅوی. پېغلی شو خبريال ته وويل ( پنځم اواز) زما په دکان کی داسی ګاڼې او جامې د هند او پاکستان بېلابيل مذهبی کلتورونو څرګندوی دي او اوس زيات خلک د جنوبی اسيا د کلتور سره علاقه لري، په تېره بيا ښځې داسی ښکلی ګاڼې او جامې ډېر خوښوي.
علاوه پر دې په بېجينګ کی نور زيات خاص دکانونه شته چی د جنوبی اسيا جامې او ګاڼې خرڅوی. لکه د لن جيا منګ په نامه دکان کی چی تاسی پکی رنګا رنګ هندی او پاکستانی جامې فرمايشی کولای شی، هره جامه په هېڅ کله له نورو جامو سره يو شان نه وی او د جامې د جوړېدو دپاره ټول ورېښمونه له هند، پاکستان، نيپال او مالزيا په شمول د جنوبی اسيا له څو هېوادونو څخه وارد شويدي، څو چی خلک د خپلی خوښی جامې اغوستلی شی.
په بېجينګ کی د جنوبی اسيا د کلتوری چاپيريال څخه ډک دکانونه نه يوازی د زياتو ځوانانو د توجه وړ دي، بلکه د چين او جنوبی اسيا له خلکو سره د دوستۍ د پياوړتيا نښه هم ګڼله کېږی.
ګرانو اورېدونکو، همدا اوس تاسو د هنر او کلتور نننی پروګرام واورېد. ستاسو د روغتيا په هيله!