<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-04-23 17:02:18    
پوښتنو ته ځواب

cri

رمز—جين جونګ اوس خو د اوريدونکو پوښتنو ته د ځواب برخه راسيدلی ده . ځينو اوريدونکو په خپلو ليکونو کی د باندونګ د غونډې او د باندونګ د روحيی سره علاقه ښودلی ده . دوی غواړی چه په دې برخه کی څه معلومات تر لاسه کړی ، نو په دې مناسبت به تاسو د پروګرام په دې برخه کی د باندونګ د غونډې او د باندونګ ر روحيی په باب څه معلومات وړاندی کړی .

جونګ – ښه ده . د ١٩٥٥ کال د اپريل له ١٨مې نيټې نه تر ٢٤مې نيټې پوری د اندونيزيا په باندنګ کی د اسيا او افريقا ترمنځ لومړنی غونډه جوړه شوه چه د اسيا او افريقې د ٢٩هيوادونو او سيمو د حکومتونو استازو په دې غونډه کی ګډون وکړ . په تاريخ کی نوموړی غونډه د باندونګ د غونډه په نامه ياديږی . د اسيا او افريقا هيوادونو د لومړی ځل دپاره د لويديځ استعماری هيوادونو نه پرته دا غونډه جوړه کړه او نوموړی غونډه د اسيا او افريقا د خلکو د وېښتوب او يووالی نښه وګڼله شوه .

په دې غونډه کی د اسيا او افريقا يی هيوادونو د غونډې وروستی اعلاميه تصويب شوه او دا اعلاميه د اقتصادی او کلتوری همکارۍ ، د بشرۍ حقوقو او خود اراديت ، په وابسطه سيموکی د خلکو د مساُلو او د نړۍ د سولې او همکاری د پياوړتيا په شمول له اوو موضوعاتو څخه عبارت وه. نوموړی اعلاميی د نړۍ د سولې او همکاری د پياړتيا په باب بيانيې کی د نړۍ د سولې او همکاری د پياوړتيا په باب د بين المللې روابطو په باب هغه لس اصول وړاندی کړی دی کوم چه روحيه يی په سولې کی د ګډ ژوند د پنځه ګونو اصولو د روحيی سره مطابقت لری . نوموړی

لس اصول دا دی : لومړی ، د اساسی بشرۍ حقوقو او د م م منشور ته احترام کول. دوهم ، د ټولو هيوادونو د حاکميت او د خاورو د تماميت احترام لرل . دريم ، د ټولو قومونو د مساوات او ټولو هيوادونو د مساوات پيژندل . څلورم ، د نورو هيوادونو په داخلې چارو کی لاس نه وهل . پنځم ، د م م د منشور سره سم په يوازی او ډله ايز ډول د هر

هيواد د ځان څخه د دفاع د حق احترام کول . شپږم ، د هر يو لوی هيواد د خاصی ګټې د

خدمت دپاره ډله ايز دفاع نه کول او په نورو هيوادونو باندی د بل هر يوه هيواد فشار نه اچول . اوم ، د نورو هيوادونو د خاورو په تماميت او په سياسی خپلواکی باندی وسله وال تيری نه کول . اتم ، د م م د منشور سره سم د خبرو اترو ، منځګريتوب او حاکميت په شمول د بين المللې ټولو کشالو سوله ايز حل کول .نهم ، د متقابل ګټو او همکاری پياوړی کول . لسم ، د عدالت او بين المللې تعهد احترام لرل . نوموړی اصول په پوره توګه د چين ، هند او ميانمر تر لارښونې لاندی په سولې کی د ګډ ژوند د پنځه ګونو اصولو څخه عبارت دی .

په هغه وخت کی د چين د صدراعظم جو ان لای په مشرۍ هئيت د باندونګ په غونډه کی ګډون وکړ او د دې غونډی په وخت کی صدراعظم جو ان لای په ټينګه سره د چين ديپلوماتيکه تګلاره وټاکله او عملی يی کړه او د امپرياليزم په ضد يی بيرغ اوچت کړ. د چين هئيت د اختلافونو د پريښودلو او د ګډو نظريو د تر لاسه کولو د پاليسو له لاری د اسيا او افريقی د يووالی چارو پياوړتيا ته مهم خدمت کړی دی .

د باندونګ په غونډه کی د اسيا او افريقی د خلکو ترمنځ هغه روحيه د باندونګ د روحيی په توګه وګڼله شوه کوم چه په يو لاس د امپرياليزم او استعمار په ضد د ملی خپلواکی د تر سره کولو ، د نړۍ د سولې د ساتلو او د بيلا بيلو هيوادونو د

خلکو ترمنځ د دوستې د نژدی کولو دپاره کوشش وکړی .د باندنګ روحيه په اوسنی نړۍ کی د امپرياليزم او استعمار په ضد خصوصيت ښکاری او د نړۍ د اوضاعو په انکشاف باندی يی ډيره اغيزه اچولی ده . نوموړی روحيه د ملی خپلواکی او ازادی د

تر سره کولو د مبارزی په باره کی د اسيا ، افريقی او لاتينې امريکی خلک هڅولی ،

د امپرياليزم په اړه د استعماری سيستم د له منځه وړلو بهير يی چټک کړی ، د اسيا او افريقايی هيوادونو ترمنځ د همکاری او ښه ګاونډيتوب روابط يی نژدی کړی ، د اسيا او افريقای هيوادونو ملی باور او ويښتوب يی پياوړی کړی او د اسيا او افريقايی ډيرو هيوادونو د سولی ، بيطرفی او نا پيليتوب لاره يی پياوړی کړی ده .