د چين د بينالمللي راډيو د خبر له مخې د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کميټې رئيس جيا چينګ لين د اپريل په ٢٣ نيټه د افغانستان د جمهوررئيس د مرستيال خليلي سره چې د بواو د اسيايي فورم په کلني غونډه کې برخه اخيستی د کتنې په بهير کې وويل چين د افغانستان هرکلي کوي چې په فعاله توګه د اسيا د سيمه ايزې همکاري په بهير کې برخه واخلي هغه وويل چين د دواړو هيوادونو ترمنځ د مناسباتو ترقۍ ته په درنه سترګه ګوري او تل د افغانستان د سوله ايز جريان او د اقتصاد د بيا رغاونې ملاتړکوي او پکې يې برخه اخيستې ده ٠ چين هيله لري چې افغانستان ژر د سوله ايز پرمختګ پر لورې ولاړشي ٠ ښاغلي خليلي د کتنې په وخت کې وويل د افغانستان او چين ترمنځ د سياسي مناسباتو د ټينګيدو نه راهيسي دواړو هيوادونو هميشه د دوستۍ او همکاري مناسبات ساتلي دي ، افغانستان نيت لري چې په پر له پسي توګه دغې دوستۍ او همکاري ته پراختيا او ژورتيا ورکړي ٠
|